1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان بریا په پاکستان کې افغان مهاجر هیله من کړي دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

په پاکستان کې میشت ډيری افغان مهاجر هیله لري چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت به د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل له پاره به لازم ګامونه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/33BbL
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan Personalausweis
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmad

په پاکستان کې میشت افغان مهاجرو، د پاکستان د منتخب لومړي وزیر عمران خان له خوا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښټ د هیلې او د دواړو هیوادونو د اړیکو د بهترولو اعلان هرکلی کړی دی. په پاکستان کې میشت یو افغان سوداګر ګل شاه علي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «مونږ د عمران خان د دې خبرې په اوریدو ډیر خوشحاله شو او هیله من یو چې هغه به دا خبرې عملي کړي. مونږ منتظر یو چې کله به د هغه حکومت د دواړو هیوادونو د اړیکو د بهترولو له پاره ګام پورته کړي».

ګل شاه علي وویل چې په پاکستان کې میشت راجستر شوي او غیر راجستر شوي مهاجر د یو ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي : «د پولي دواړو خواو ته پښتانه میشت دي، چې د پیړیو راهیسې یو بل سره خپلوي لري. دغه خپلولۍ په تیرو ۴۰ کلونو کې لا زیاتې مستحکم شوي دي. په همدې منځ کې بندیزونو د دوي ستونزې زیاتې کړي دي. د ویزې تګلاره او پر تګ راتګ بندیز د رشته داریو او خپلمنځي سوداګرۍ په برخه کې ستونزې را ولاړې کړي دي».

Pakistan Karkhano Markt in Peshawar
انځور: DW/F. Khan

عمران خان د خپلې پالیسۍ په اړه په خپله لومړۍ وینا کې ویلي وو: «افغانستان هغه هیواد دی چې ولس یې د ۴۰ کلونو راهیسې د نا امنۍ، ترهګرۍ او کورنۍ جګړې سره مخامخ او تر اندازې زیات زیانونه یې ګاللي دي. اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې په افغانستان کې د امنیت رامنځته کیدو له پاره اغیزمن ګامونه پورته کړل شي. مونږ به په افغانستان کې د امنیت رامنځته کیدو له پاره هره ممکنه همکاري وکړو، ځکه که په افغانستان کې امنیت وي پاکستان به هم امن وي».

د افغانستان او پاکستان تر منځ په تګ راتګ کې کمیدو [د دواړو هیوادونو ترمنځ] سوداګري هم زیانمنه کړې ده. په دې اړه د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ضیاء الحق سرحدي دویچه ویله ته وویل: «زه باور لرم چې د عمران خان په مشرۍ جوړیدونکی حکومت به پر هغو تګلارو بیا کتنه وکړي چې له کبله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه له دوه نیم میلیارده ډالرو څخه پنځه سوه میلیونه ډالرو ته راښته شوې ده».

Pakistan Islamabad Politiker Imran Khan
انځور: Reuters/A. Perawongmetha

د هغه په خبره د پخواني حکومت د پالیسۍ دا نتیجه ده چې هره ورځ پاکستان ته د درملنۍ له پاره د راتلونکو په سلګونو افغانانو شمیر تر اندازې ډیر کم شي: «[افغانان] د ویزې او راجستر کارت په ترلاسه کولو کې هم له ستونزو سره مخامخ کیږي. که عمران خان پر خپلې بهرنۍ تګلارې تجديد نظر وکړ، نو زه باور لرم چې په دواړو هیوادونو کې به د امنیت د رامنځته کیدو ترڅنګ د خپل منځي تجارت په برخه کې هم مثبت بدلون رامنځته شي».

د حکومت له خوا په پاکستان او په ځانګړي توګه خیبرپښتونخوا کې د مقيمو افغانانو د وتلو له پاره په وار وار سره ضرب الاجل ټاکل شوی او بیا هغه غځول شوی دی. افغان مهاجر هم د نا امنۍ له امله نه غواړې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

دغه مهاجر هیله من دي چې نوی حکومت به د افغان مهاجرو د راجستر کیدو کار بیا پیل کړي. په خیر پښتونخوا کې ډیر شمیر افغان مهاجرین شخصي کاروبارونه لري. د دغو کسانو په خبره د حکومت د بندیزونو تر ټولو ډیر زیان په خیبرپښتونخوا او افغانستان کې میشتو پښتنو ته رسیدلی دی چې د دواړو خواو د پښتنو ۷۰ سلنه یې د خپل منځي سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایې.

په پاکستان کې اوس مهال شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجر میشت دي چې له دې ډلې ۶۰۰ زره یې راجستر شوي نه دي.

زموږ له آرشیف څخه: