1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمان د پاچا ولیعهد لا معلوم نه دی

اندریاس گورسیوسکي/عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۳, شنبه

د عمان ۷۳ کلن پاچاه سلطان قابوس له میاشتو راهیسې ناروغه دی. خو هغه لا تراوسه خپل ځای ناستی نه دی ټاکلی. ویل کیږي چی د هغه د مړيني په صورت کې به یو محرم وصیت لیک د هغه ولیعهد وټاکي.

https://p.dw.com/p/1Dc5v
انځور: Getty Images

د عمان واکمن سلطان قابوس بن سعید السعید، له اوږدې مودې راهیسې د پادشاهۍ پر تخت نه لیدل کیږي. د جولای میاشت کې هغه د درملنې له پاره آلمان ته سفر وکړ. د اکتوبر په پیل کې سلطنتي کورنۍ دا خبر خپور کړ چې د ۷۳ کلن پاچا روغتیايي وضعیت ښه دی. خو په دې هکله شک او تردیدونه وار په وار زیاتیږي. له دې سره دا اندیښنې هم زیاتې شوي دي چې د سلطان قابوس د اوږدې مودې واکمنۍ څخه وروسته به د خلیج په دغه هیواد کې څه وشي.

قابوس زوی نه لري. په دی وجه هغه کوم ښکاره ولیعهد هم نه دی ټاکلی. ویل کیږي چې هغه په یو محرم لیک کې خپل ځای ناستی ټاکلی دی. خو دا چې له دې سره به پرته له کومې لانجې یو ولیعهد د قابوس ځای ونیسي، روښانه نه ده.

کله چې قابوس په ۱۹۷۰ کال کې قدرت ته ورسید، عمان د عربي نړۍ یو ډير وروسته پاتې هیواد وو. یوازې یو محدود شمیر ښوونځي موجود وو چې هغو کې یوازې هلکانو ته اجازه وه چې درس ووايي. د خلکو یو ستر اکثریت له بې وزلې سره لاس او گریوان وو. د عمان د یوې اوږدې مودې د واکمنې کورنۍ د یو ځوان په توگه قابوس د بریتانیا د سندهورست، په اکادمۍ کې زده کړې کړې وې او وروسته د بریتانیې د «راین قطعه» کې چی په آلمان کې مستقره وه، د یو پوځي منصبدار په توگه دنده تر سره کړې ده. له لسیزو راهیسې د خپلې واکمنۍ په موده کې سلطان قابوس عمان په یو نسبتا سوکاله او عصری هیواد بدل کړ. د تیلو استخراج او وروسته سیاحت په دې برخه کې ډیره مرسته وکړه.

ټول واک د سلطان په لاس کې دی

خو د عمان سیاسي قدرت په بشپړه توگه د سلطان په لاس کې دی. د لندن د کینگز کالج، د پروفیسر او د خلیج د دولتونو کار پوه اندریاس کریگ، په نظر سلطان قابوس حتی د خپل گاونډي هیواد سعودي عربستان په پرتله د واکمنۍ یو ډیر زیات مطلق العنان سیستم ټینگ کړی دی. د هغه په وینا د ډیرو وزارتونو صلاحیتونه مستقیما د سلطان په لاس کې دي. په سعودي عربستان کې وزارتونه د شاهي کورنۍ په نزدې غړو باندې ویشل شوي دي. کریگ له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلی دي: «په عمان کې دا بل ډول دی، حتی د کورنۍ د غړو په منځ کې هم د قدرت ویش نه شته.»

په تیرو لسیزو کې عمان په نسبي توگه په یوه عصري هیواد اوښتی دی
په تیرو لسیزو کې عمان په نسبي توگه په یوه عصري هیواد اوښتی دیانځور: DW/A.Allmeling

د گلف ستیت انالېتیک، د څیړنیز مرکز رئیس گیورگیو کافیرو، وايي چې د قدرت دغه انحصار کیدای شي چې د عمان د پاچا د راتلونکي ځای ناستي له پاره یو سرخوږی وگرځي. د منځني ختیځ د آنلاین پورتال المونیتور، کې کافیرو څرگندوي: «دا چې ټول سیاسي قدرت د سلطان قابوس په لاس کی دی، نو د دوهم زورواک سړي په هکله یوازې سړی اټکلونه کولای شي چې آیا هغه به هم د قابوس په څير مشروعیت ولري که نه.» د دغه کارپوه په نظر «دا به ډيره سخته وي چې د اوسني واکمن په قدم پل کيښودل شي.»

دا چې قابوس څومره سخت ناورغ دی، دا لا تراوسه د دولتی اسرارو په توگه پاته ده. داسې ښکاري چی هغه سرطان لري. کله چې هغه یوه ورځ مړ شي، نو سلطنتي کورنۍ باید، د اساسي قانون له مخې د درو ورځو په موده کې د هغه ځای ناستی وټاکي. کارپوه کریگ، باور نه لري چې دا کار دې په آسانۍ سرته ورسیږي. په دې صورت کې دفاعي شورا اقدام کوي چې د سلطان قابوس د محرم لیک له مخې دا تصمیم ونیسي.

د کریگ، د وینا له مخې د عمان پاچا ښايي لا مخکې خپل تصمیم نیولی وي چې څوک د هغه ځای ناستی دی. نوموړی څيړونکي د عمان د گونگوسو په حواله وايي چې د دغه محرم لیک دوه نسخې موجودې دي چې یوه یی په پلازمینه مسقط کې د سلطان په ماڼۍ او بله د عمان په جنوب کې د سلا په ماڼې کې ده.

عمانیان د پاچا د ځاي ناستي په هکله ډير لږ خبر دي

دا چې ولې سلطان قابوس پرته له کوم ولیعهد څخه حکومت کوي، یوه معما ده. ښایي هغه د خپل تاریخ په هکله فکر کړی وي. قابوس په ۱۹۷۰ کال کې خپل پلار له قدرت څخه لیرې کړ. دا چې د پاچاهۍ په ماڼۍ کې دا کار څرنگه وشو، د عمان درې میلیونه خلک پرې خبر نه دي. کار پوه کریگ، چې یو وخت یې د قطر وسله وال ځواک ته هم تدریس کړی دی وایي: «خپله عمانیان ډير لږ پوهیږي چي د سلطنتي ماڼۍ د دروازو تر شا څه تیریږي.»

د خپلو خلکو په یوې سترې برخې سلطان قابوس ډیر گران دی. کریگ، یادونه کوي چی عمانیان د خپل واکمن پر رهبرۍ باور لري: «هغوی پر هغه یو چا اعتماد کوي چی سلطان او یا د هغه کورنۍ ټاکلی وي. هغه به یو مناسب کاندید وي او د تیرو څلورو لسیزو کړنلارې ته به دوام ورکړي.»

په سیمه کې گاونډي دولتونه هم د یوه همداسې پرمختگ په هیله کې دي. سلطان قابوس یو ډير ماهرانه بهرنی سیاست درلود چې هم یې له لویدیځ او هم یې د سیمې له لانجمن هیواد، ایران سره ښې اړیکې پاللي دي. سربیره پر دې عمان د خلیج د دولتونو په شورا کې هم غړیتوب لري، هغه یوه شورا چې د سعودیانو تر نفوذ لاندې ده. عمان او ایران د هرمز په نرۍ سمندري لاره کې سره گډه پوله لري. له دغې لارې د نړۍ د تیلو ستر صادرات تیږيږي. په دغې نري تنگي کې هیڅوک نه غواړي چې کومه لانجه رامنځ ته شي.

تیر کال سلطان قابوس د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي وو
تیر کال سلطان قابوس د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي ووانځور: Isna

د منحني ختیځ کار پوه کیفرو گومان نه کوي چې د سلطان قابوس له مړیني وروسته دې په کړنلاره کې کوم بدلون رامنځ ته شي: «کومه داسې ستره نښانه نه لیدل کیږي چې د عمان راتلونکی واکمن دې د خپل بهرني سیاست د ژور بدلون په لټه کې شي، حتی که په سیمه او شا او خوا کې ډیرې ناکرارۍ هم رامنځ ته شي.»

هغه ستره ننگونه چې د عمان راتلونکی واکمن به ور سره لاس او گریوان شي، ښایي د هیواد کورنی سیاست وي. د عمان اقتصادي وده پڅه شوې ده. له دې سره د دې هیواد د خلکو چې شمیر یې ورځ تر بلې زیاتیږي، رضایت خوندي ساتل آسانه کار نه دی.

د کارپوه کریگ، په نظر د معاشونو د لوړولو امکان نور نه لیدل کیږي. د تیلو او خوراکي توکو سبسیدي باید کمه کړای شي. بې روزگاري ښايي نوره هم زیاته شي. دا ټول ښایي د کورنۍ ناکرارۍ سبب شي. د خلیج د سیمې د چارو کار پوه کریگ، وړاندوینه کوي: «هر هغه څوک چې د سلطان قابوس ځای ناستی شي، له ډیرو سختو کاري شرایطو سره به مخامخ وي.»