1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د علماوو د شورا اعلامیه، طالبانو ته شين څراغ؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د ښځو په اړه د افغانستان د علماوو د شورا وروستۍ اعلامیې د خلکو، مدني ټولنې او ښځو په منځ کې سخت غبرگونونه او سختې اندیښنې رامنځ ته کړي دي. د دغې اعلامیې ځینې مواد له کور څخه بهر د ښځو ټولنیز فعالیتونه محدودوي.

https://p.dw.com/p/14FHI
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د علماوو شورا د جمعې په ورځ له ولسمشر کرزي سره په خپله وروستۍ غونډه کې یوه اعلامیه خپره کړه. دغه اعلامیه د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په رسمي ویبپاڼه کې خپره شوې ده. په اعلامیه کې راغلي دي چې د النساء د سورې د لومړي او ۳۴ ایاتونو په پام کې نیولو سره «په خلقت کې نارینه اصل او ښځې فرع دي او نارینه د امر صاحبان دي.»

په دغه اعلامیه کې له ښځو څخه غوښتل شوي دي چې «د بیګانه نارینه وو سره په بیلا بیلا ټولنیزو برخو لکه زده کړې، بازار، دفترونو او د ژوند په نورو برخو کې د اختلاط له کولو څخه ډډه وکړي.» په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې ښځي باید د نارینه وو د څو وارې واده کولو مسئلې ته درناوی وکړي او له محرم څخه پرته د سفر له کولو څخه ډډه وکړي.

د پریکړې پر وړاندې غبرگونونه

د افغانستان د علماوو شورا خپله وروستۍ پریکړه له دیني لحاظه توجیه کړې ده. خو یو شمیر نور دیني علما وایي چې دغه پریکړه د اسلام د دین له لحاظه د توجیه وړ نه ده. د افغانستان یو تن دیني عالم الحاج سعادت غزنوي، له آلمان غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه نه پوهیږي چې د افغانستان د علماوو شورا خپله وروستۍ پریکړه د کومو اسلامي دلایلو له مخې کړې ده.

هغه زیاته کړې ده: «که هغوی د دغې پریکړې له پاره کوم شرعي او دیني دلیل لري نو دغه مسئله دې په یوه علمي مناظره کې د اسلامي فقهې له علماوو سره مطرح کړي.»

د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو او نارینه وو حقوق مساوي گڼل شوي دي. په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع کولو په موخه هم یو شمیر هلې ځلې تر سره شوي دي.

د افغانستان د ښځو د اتحادیې رئیسه ثریا پرلیکا، وایي چې دغه اعلامیه ډیره خطرناکه ده او اندیښنې ئې رامنځ ته کړي دي. هغه زیاتوي: «هغوی غواړي چې یو بل کړکیچ رامنځ ته کړي. دا د یوه خصمانه او په عین حال کې خطرناک او بحران راوړونکي پلان نښانه ده.»

میرمن پرلیکا وایي چې د افغانستان ښځې به په هیڅ صورت کې هم آرامه پاته نه شي. د هغې په خبره دا اعلامیه نه شي پلي کیدای.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده ثریا پیکان، وایي چې د افغانستان اساسي قانون هم د اسلامي شریعت پر اصولو ولاړ دئ چې د هغه په یوه ماده کې د نارینه وو او ښځو له مساوي حقوقو څخه خبرې شوي دي.

سیاسي حرکت؟

د کابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد او د افغانستان د چارو کارپوه ودیر صافی، وایي چې ډیر وخت دولت د علماوو شورا د بحث موضوعگاني (سوژي) ټاکي. هغه زیاتوي: «اکثراً د علماوو د شورا پریکړې د حکومت پریکړې وي. او په هغو مواردو کې چې دولت غواړي د خپل د واک د تداوم له پاره ځينې پریکړې وکړي نو د همدې شورا له خوا ئې مطرح کوي.»

ښاغلی صافی وايي چې د علماوو د شورا پریکړې ډیرې سیاسي جنبې لري خو هغوی ته شرعي بڼه ورکول کیږي. د هغه په خبره که څوک د دغو پریکړو مخالفت وکړي نو پر هغه د اسلام سره د مخالفت تور لگول کیږي. صافی زیاتوي چې ښایي وروستۍ پریکړه د سولې له بهیر سره تړاو ولري.

څو اونۍ مخکې هم د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له ډیر سینگار سره او له ټیکري پرته په خصوصي تلویزیونو کې د ښځینه ویاندو حضور منع کړ.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد احمد ضیا رفعت، وايي: «تصور داسې دئ چې حکومت هڅه کوي چې د دې له پاره چې له طالبانو سره د خبرو اترو لاره هواره کړي، نو داسې ښکاره کوي چې د افغانستان د حکومت ځينې سیاستونه د طالبانو له سیاستونو سره نزدې والی لري.»

د هغه په خبره حکومت غواړي له دې سره طالبان د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای کیدو ته وهڅوي. میرمن پرلیکا هم وایي چې د افغانستان ښځې له طالبانو سره د مذاکرو په اړه ډیرې انديښمنې دي. د هغې په اند د افغانستان ښځې دا ویره لري چې داسې نه شي چې د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې ئې د سولې د بهیر قرباني شي.

د علماوو شورا د افغانستان په قوانینو کې کوم ځای لري؟

د کابل پوهتون د حقوقو د پوهنځی استاد ودیر صافی، وایي چې د علماوو د شورا شتون د افغانستان د اساسي قانون مخالف نه دئ. د هغه په خبره د قانون له مخې ولسمشر کولای شي چې د امورو د ښه والي په موخه یو شمیر شوراگاني رامنځ ته کړي.

ښاغلی صافی زیاتوي چې د علماوو د شورا پریکړي د قانون حیثیت نه لري او که دولت غواړي دغه پریکړي پلي کړي نو باید د افغانستان د پارلمان هوکړه تر لاسه کړي.

د علماوو د شورا د دارالانشا رئیس نثار احمد صدیقي، وایي چې افغانستان یو اسلامي او سنتې هیواد دئ چې په کې دیني علما د خلکو په زړونو کې ځای لري.

د افغانستان د علماوو شورا په کابل کې ۱۵۰ غړي او په ولایاتو کې ۳۰۰۰ غړي لري. د صدیقي په خبره د هر ولایت علما له خپل منځ څخه یو شمیر کسان ولسمشر کرزي ته ورپیژني او وروسته بیا ولسمشر د هغوی له ډلې څخه يو شمیر ئې د شورا د غړیتوب له پاره نوماندوي.

مسعود جهش/ عارف فرهمند
کتونکي: عبدالباري حکیم