1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوباني کې جگړه ادامه لري

آژانسونه / سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

د سوریې په سرحدي ښار کوباني کې د څو اوونیو د جگړو راهیسې د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر وړاندې په جگړه کې د بریا هیلې ډیري شوي دي. له عراق څخه د «پېشمرگه» په نوم ۱۵۰ کردي جنگیاليو په کوباني ښار کې مورچلې سمبال کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Dfip
انځور: Reuters/Yannis Behrakis


د عراق کردي ملیشې د جمعې په ماښام د ترکیې له خاورې د سوریې جگړه ځپلې سیمې ته ورننوتي، تر څو د کوباني د ښار دفاع وکړي. له څو اوونیو راهیسې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډله د دغه ښار د ولکه کولو په هڅه کې ده.

پر دې سربیره د عراق په شمال کې کردي جنگیالیو په نوو تعرضي پوځي عملیاتو پېل کړی دی تر څو د اسلامي دولت، تندلارې ډلې جنگیالي د سنجار له ښار څخه پر شا کړي. د شنبې په ورځ د کردي ملیشو یوه تن استازي د ډي پي اې، خبري آژانس ته ویلي دي چې کردی جنگیالیو چې په درنو وسلو سمبال دي، له څو اړخونو د اسلامي دولت، د جنگیالیو پر وړاندې جگړه پېل کړې ده. خو نوموړي استازي ویلي دي چې د اسلامي دولت، ډلې ته د اوښتې تلفاتو په هکله معلوما نه شته.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د عراق له شمال څخه د «پېشمرگه» په نوم ملیشو د سوریې کوباني ښار ته تر رسیدو وروسته مورچلې سمبال کړي دي. شا او خوا ۱۵۰ کوردي جنگیالي دغه ښار ته رسیدلي دي، چې د اسلامي دولت، افراطي ډلې پر وړاندې له کوباني ښار څخه دفاع وکړي. دغه ښار د ترکیې پولې ته څیرمه پروت دی.

لندن مېشته د بشري حقونو سوریایي سازمان ویلي دي چې د شنبې په شپه د کوباني ښار د دفاع کوونکو او اسلامي دولت، د جنگیالیو تر منځ جگړې ادامه لرله. افراطي ډلې اسلامي دولت، دغه ښار له درو اړخونو څخه کلابند کړی دی. ویل کیږي چې دغه ترهگرې ډلې د کوباني ښار کابو ۶۰ سلنه برخه اشغال کړې ده.

د بشري حقوقونو د سوریایي سازمان د معلوماتو له مخې په تیرو درو ورځو کې د کوباني ښار د نیولو پر سر جگړه کې د اسلامي دولت، ډلې شا او خوا ۱۰۰ جنگیالي وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د سپتمبر میاشتې له نیمایي راهیسې په پیل شوې جگړه کې ۵۷۵ افراطي جنگیالیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې په تیره میاشت کې د سوریې په کورنۍ جگړه کې ۵۸۰۰ انسانان وژل شوي دي. په دغه ډله کې ۱۰۰۰ تنه ملکي وگړي دي چې پکښې ۲۵۱ تنه ماشومان هم شامل دي.

اسلامي دولت، افراطي ډلې په اگست میاشت کې د عراق په شمال کې د سنجار ښار ونیو او کردي «پيشمرگه» یې له دغه ځای څخه پر شا کړل. هغه مهال کابو ۲۰۰ زرو انسانانو د اسلامي دولت، ډلې د وحشت له کبله دغه ښار پریښود. د دغو کسانو زیاتره برخه د یزیدیانو په نوم د لږکیو له مذهبي فرقې سره تړاو لري.

د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو په ملاتړ کردي جنگیالي پر دې وتوانیدل چې د اگست میاشتې په نیمایي کې له لاسه وتلې یو شمیر سیمي بیرته ولکه کړي. په دغو سیمو کې د موصول د بریښنا بند هم شامل دی. د عراق په شمال کې میشتې کردي ملیشي په عصري وسلو سمبال دي چې تر ټولو زیات یې د لویدیځ له لوري تر لاسه کړي دي. آلمان د عراق کردي جنگیالیو ته د ټانک ضد ۵۰۰ توغندي، ۱۶۰۰۰ میله اتوماتیکي وسلې او نور مهمات ورکړي دي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې همداشان د عراق په لویدیځ کې د تندلارو اسلامپالو پر ضد د دغه هیواد پوځ په عملیاتو لاس پورې کړی دی، چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف له هوایي ملاتړ څخه برخمن دي.