د عجیبو او غریبو حیواناتو په زړه پورې انځورونه
دوه سره مار، څلور غوږه پیشو او داسې چونګښه چې اته پښې لري. وخت نا وخت د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د عجیب او غریبو حیواناتو داسي انځورونه خپریږي. موږ ورڅخه لس جالب انځورونه ستاسو له پاره انتخاب کړي چې دلته يې کتلی شئ:
د دوو سرونو لرونکی مار
د مور څخه د زیږون پرمهال اختلالات مختلف دلالیل لري. په ځینو مواردو کې جینیتیکي اختلالات د دغو پیښو سبب ګرځي. د آلمان په روستوک ژوبڼ کې دغه مار هم له زیږون راهیسې دوه سرونه لري.
د اتو پښو او لاسونو لرونکې چونګښه
مورفولوژیک هر هغې مادې ته ویل کیږي چې ظاهراً د تغیراتو د رامنځ ته کولو وړتیا ولري او دغې عملیې ته بیا تراتوژون ویل کیږي. تراتوژون بیا د یوناني "teras" کلیمې څخه اخیستل شوی چې د هیولا یا عجیب په معنی دي. په زیاتره مواردو کې د حمل په وخت کې ناورغۍ، فزیکي عوامل یا د مور په متابولیزم کې تغیرات د دغه راز سوشکل سبب ګرځي.
پنځه ښکرونو ولا وزه یا بزه
د چاپیریال د برخې کارپوهان تر ډیره پورې د سو شکل یا په حیواناتو کې د ظاهري تغیراتو دلیل د چاپیریال ککړوالی ګڼي.
د یو غوږ لرونکې خرګوش یا سویه
د سو شکل یو ډول ته آپالازي (Apalasia) ویل کیږي یعنې هغه سوشکل چې د حیوان یا انسان یو غړی کم وي او یا د بدن یو غړی سم رشد ونه کړي. دغه یو غوږ لرونکې خرګوشې یا سویې په فرانسه کې موندل شوي دي.
دوه سره خوسی
په ځینو اختلالاتو کې ژینونه یا جینونه هم نقش لري. په جنیتیک علم کې شباهتونه له مور او پلار څخه اولادونو ته انتقالیږي او په ځینو مواردو کې دغه معلومات په سمه توګه نه انتقالیږي چې د سو شکل سبب ګرځي.
څلور غوږه پیشو
ژینونه یا جینونه هم د بیروني عواملو تر تاثیر لاندې راځي. ژینیتکي یا جینیتیکي جهش په دریو برخو ویشل شوی دی. مضر هغه چې د وړتیاوو د کمښت سبب ګرځي، خنثی هغه چې نه ګټه لري او نه هم ضرر او دریم یې بیا مفید دی چې ګټه لري.
بز هشتپا
تاثیرات مواد رادیواکتیو، استرس و بیماریهای ویروسی میتوانند به ناهنجاریهای مادرزادی بیانجامند.
شادي یا بیزو ته ورته خوګ
که څه هم انسانان په دې توانیدلي چې د مختلفو نژادونو څارویو په یوځای کولو سره یو نوی نژاد رامنځ ته کړي خو په انځور کې بیزو ته ورته خوګ بیا د انسانانو له لوري نه دی رامنځ ته شوی بلکې طبیعي زیږیدلی دی.
څلور پښو ولا هیلۍ
په انسانانو کې هم دغه راز ستونزې لیدل کیږي او په ځینو مواردو کې انسانان له اضافه ګوتو سره دنیا ته سترګي پرانیزې چې ورته (Polydactyly) ویل کیږي.
د شپږو پښو لرونکی خوسی
د دوو اضافي پښو لرونکی دغه خوسی په پولنډ کې زیږیدلی دی چې د ډیرو خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.