1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عامر خان نوي فلم څومره پیسې ګټلي؟

۱۳۹۵ دی ۱۶, پنجشنبه

هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د عامر خان وروستی فلم «دنګل» په ډیر لږ وخت کې له مالي لحاظه د هندوستان په دریم تر ټولو ډیر کامیابه فلم بدل شوی دی. فلم د پخواني غیږ نیوونکي مهاویر سنګ او د هغه د لوڼو پر ژوند جوړ شوی.

https://p.dw.com/p/2VKBP
Bollywood PK Schauspieler Aamir Khan
انځور: Punit Paranjpe/AFP/Getty Images

عامر خان د هندوستان سینما یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې ډېر فلمونه یې نه یوازې دا چې ډیري پیسې ګتي، بلکي د فلمي نقدکوونکو له خوا ډیر ستایل کیږي. پر دې سربیره عامر خان په خپلو وروستیو فلمونو کې د هندوستان ټولنیزي ستونزي په ګوته کوي. د هغه یو بل فلم «تارې زمین پر» د ماشومانو د زده کړي او «پې کې» د مذهبي افراطیت په اړه وو.

اوس د هغه نوي فلم «دنګل» د هندوستان په مارکیت کې څه باندې ۳.۰۴ میلیارده هندي کلداري ګټلي دي. پر دې سربیره دې فلم د خلیج، امریکا او اروپا په هیوادونو کې هم ډیري پیسې ګټلې دي.

اوس نو تر «پی کې» چې هغه هم د عامرخان فلم وو او ۳،۴ میلیارده هندۍ کلداري يې ګټلې وې او د سلمان خان د «بجرنګي بایجان» تر فلم وروسته چې ۳،۲ میلیارده پیسې يې ګټلې وې، وروسته «دنګل» د هندوستان د سیمنا په تاریخ کې تر ټولو ډیري پیسې ګتونکی فلم دی.

دغه فلم ښايي تر دې هم ډیري پیسې وګټي، ځکه اوس هم په سینماګانو کې چلیږې او هره ورځ په کروړونو نوري پیسې ګټي.

که څه هم سلمان خان، عامرخان او شاه رخ خان درې واړه تر۵۰ کلنۍ اوښتي، خو اوس هم دغه درې واړه خانان د هندوستان سینما تر ټولو لوی ستوري بلل کیږي. د هغوی تر څنګ اکشي کومار، ریتک روشن، رنبیر کپور او اجي دیوګن هغه ستوري دي چې فلمونه یې ډیري پیسې ګټي.

خو ښايي د هندوستان سینما هیڅ یوه ستوري هم د رجنیکانت په شان ډېر پلویان نه ولري. دغه ۶۶ کلن ستوری اوس هم له ډیرو ځوانو نجونو سره د فلم د اصلي لوبغاړي په توګه کار کوي او فلمونه یې تل ډیري پیسې ګټي.