1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طبي بوټو په صادراتو کي کموالی راغلی دی»

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار۱۳۹۲ تیر ۳, دوشنبه

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسولين وايي، چې په دې وروستيو کي يې د طبي بوټو په صادراتو کي پنځه شپېته سلنه کموالى راغلى دى. په دغو بوټو چې پر صادرولو یې بندیز لګول شوی انجه، ځیره او خوږولې شاملې دي.

https://p.dw.com/p/18udw
انځور: picture alliance/WILDLIFE

د سوداګرۍ خونې په خبره دا کموالى د چاپيريال ساتنې رياست د هغه مکتوب د ورلېږلو وروسته رامنځته سوي دی، چې پکښي بهرنيو هېوادونو ته يې د ځينو طبي بوټو پر صادراتو د بنديز غوښتنه کړې ده.

 د کندهار د سوداګريزې خونې مسؤل نصرالله زهير، وايي چې د چاپيريال ساتنې رياست له کندهار څخه پرصادرېدونکو درې قلمه طبي بوټو لکه انجه، ځيره او خوږولې سخت بنديز لګولى دی او په خبره يې د يادو بوټو صادرات د چاپيريال له پاره تاواني ګڼلي دي. هغه زیاته کړه:

«موږ نه پوهېږو، چې پر دغو طبي بوټو يې ولي بنديز لګولى دى، په داسي حال کي، چي د دې بوټو صادارت د چاپيريال له ککړتيا سره هيڅ تړاو نه لري.»

د نوموړي په خبره په دې اړه يې له کندهار ولايت مقام او په کابل کي د چاپيريال ساتني له مرکزي څانګي سره هم تماسونه نيولي دي او د کندهاري سوداګرو ستونزي يې ورسره شريکي کړي دي:

«موږ خپل ږغ تر ټولو اړوندو چارواکو پوري ځکه رسولى دى، چې دې کار د ډېرو سوداګرو کاروبار زيانمن کړى دى او که يې صادرات خوشي نه سي، نو سوداګرو ته ډېر اقتصادي تاوانونه اړوي.»

خو په کندهار کي د چاپيريال ساتني رياست د پلان مدير لعل شاه، بيا وايي د دوى مرکزي ادارې دا ګام د دې له پاره پورته کړى دى، چي يو شمېر سوداګر او کروندګرو يوازي ياد طبي بوټي نه صادرول، بلکي د هغوى ريښې يې هم پرديو ملکونو ته وړلې.
 
د لعل شاه په خبره په دې کې له يوې خوا چاپيريال له شنو بوټو خلاصېدئ او له بله پلوه ګټور طبي بوټي يو مخ له منځه وړل کېده.

نوموړى زياتوي اوس د دوى مرکزي اداره يوازي هغو سوداګرو او بزګرانو ته اجازه ورکوي، چي د يادي ادارې جواز ولري:

«زموږ مرکزي ادارې ځکه دا تصميم ونيو، چي هرچا په خپل سر د يو څو افغانيو له پاره طبي بوټي په غيري مسلکي بڼه له ريښو سره نورو هيوادونو ته وړل، چي دا په راتلونکي کي زموږ له پاره هم اقتصادي او هم د چاپيريال د ناولتيا لوى سبب ګرځېده.»

دا په داسي حال کي ده، چي تېر کال له کندهار څخه پاکستان، هندوستان او نورو باندنيو هيوادونو ته دوه سوه زره ټنه وچه او لنده مېوه صادره سوې ده.

د سوداګرۍ خونې مسؤلين وايي، له دې لاري افغانستان ته په سلهاو زره امريکايي ډالرعايدات په لاس ورغلي دي.