1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو په بریدونو کې ۲۲ افغان پوليس وژل شوي دي»

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د طالبانو په بيلا بیلو بريدونو کې د افغان امنيتي ځواکونو ۲۲کسان وژل شوي دي. په دې وروستیو کې د طالبانو بريدونو ډېر زرو اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/39mq1
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Khan

د فراه ولايت د ولايتي شورا غړيو گل احمد فقيري او شاه محمود نعيمي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د يکشنې په شپه ناوخته لس پوليس د طالبانو له خوا پر يوه پوسته په بريد کې وژل شوي دي. زياته شوې ده چې وسله والو دوه تنه يرغمل کړي هم دي. 

دا په داسې حال کې ده چې فراه ښار ته څيرمه پر پوليسو په يوه بل بريد کې دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

په دې منځ کې د هرات د ولايتي شورا غړي غلام حبيب هاشمي وويل چې د دې ولايت په گلران ولسوالۍ کې چې د ايران پولې ته څيرمه پرته ده، د افغان سرحدي ځواکونو څلور تنه غړي هغه وخت ووژل شول چې طالبانو یې پر پوسته يرغل وکړ. په دې يرغل کې دوه سرتيري ټپي شوي هم دي.

همدا راز د يکشنبې په ماسپښين د فارياب ولايت  د المار ولسوالۍ پر مرکز د بريد په پايله کې اته پوليس ووژل شول. د ولايتي شورا غړيو محمد طاهر رحماني او عبدالاحد البيک وویل چې په دې بريد کې شپږ نور پوليس ژوبل شوي هم دي.

ويل شوي دي چې د يوه پوليس پلار چې خپله هم پوليس وو او له خپل زوی سره د مرستې په موخه یې ځان هلته رسولی وو، له نورو پوليسو سره يوځای هغه وخت ووژل شو چې طالبانو یې موټر په يوه توغندي وويشت. د رحماني په حواله په دې بريد کې هم ۶ پوليس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې پر افغان امنيتي ځواکونو باندي خپلو بريدونو ته ډېر زور ورکړی دی.