1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

«د طالبانو پرمختګ افغان حکومت د موجوديت له بحران سره مخ کړی»

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

سیګار په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوي تړون نه وروسته د طالبانو په بریدونو کې دوه برابره ډیروالی راغلی چې له کبله یې د حکومت موجودیت له بحران سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3yEi0
Afghanistan | Konfliktregion in Nahost
انځور: Reza Shirmohammadi/AFP/ Getty Images

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي سازمان یا سیګار د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۲۹مه نیټه) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د تیر ۲۰۲۰م کال په فبروري میاشت کې د قطر په دوحه کې واشنګټڼ او طالبانو ترمنځ له شوي توافق وروسته، طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونه دوه برابره ډېر کړي دي چې له کبله یې د افغانستان د حکومت د «موجودیت کړکیچ» رامنځ ته شوی دی.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو د دوحي تر تړون پورې په افغانستان کي ۶۷۰۰ بریدونه کړي وو چې دغه بریدونه بیا تر تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر نه تر نومبر میاشتو پورې ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونو ته پورته شول. د دغه رپوټ پر اساس تر دې وروسته طالبانو هره میاشت په اوسط ډول له ۱۰ زرو ډیرو بریدونه کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې امریکا متحده ایالات باید خپل ټول پوځیان له افغانستانه اخراج کړي او طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات پیل کړي، داسې مذاکرات چې له همغې مودې راهیسې له خنډونو سره مخامخ دي او پرمختګ پکې نه تر سترګو کیږي. ټاکل شوې چې د اګست میاشتې تر پایه پورې امریکا خپل ټول پاتې سرتیري هم له افغانستان څخه وباسي.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

سیګار په خپل رپوټ کې همدا راز زیاته کړې چې د دوحې تړون د دې پرځای د طالبانو او کابل ترمنځ د خبرو د پیل سبب وګرځي، د طالبانو د لا ډیرو بریدونو سبب وګرځید او افغان ځواکونو هم دغه حالت ته امادګي نه درلوده. د دغه رپوټ له مخې د طالبانو د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په شمیر کې هم د پام وړ ډیر والی راغلی دی.

د امریکا او ناټو د ګډو ځواکونو د معلوماتو پر اساس د ۲۰۲۰م کال د جنوري نه تر مارچ میاشتې پورې ۵۱۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي وو او ۷۰۹ تنه نور ټپيان وو چې دغه شمیر بیا وروسته د همدې ۲۰۲۰م کال په دریمه ربع کې لوړ شو او ۱۰۵۸ ملکیان وژل شوي وو او ۱۹۵۹ نور بیا ټپیان ول. سیګار په خپل رپوټ کې ویلي چې د روان میلادي کال د اپریل او می په میاشتو کې بیا ۷۰۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۳۳۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

د سیګار امریکايي سازمان مشر جان سوپکو په دغه رپوټ کې ویلي چې په ټولیزه توګه وضعیت د افغانستان د حکومت له پاره مناسب نه دی او که چیرته دغې ستونزې ته رسیدګي ونه شي، دغه ستونزه افغان حکومت د موجودیت له کړکیچ سره لاس او ګریوان کولی شي.