1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو پر امریکا د تړون په اړه د شک پیدا کولو تور لگولی

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو مشر ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د هغه تړون په هکله چې له مخې یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابریږي او خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي، د شکونو پردې غوړولي دي.

https://p.dw.com/p/3NXU9
Afghanistan Talibanführer Mullah Haibatullah
انځور: Imago/Xinhua

د راتلونکي لوی اختر په مناسبت پيغام کې د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده د یوه توافق په برخه کي پر امريکا متحده ايالاتو د شکونو تور لگولی دی. د هغه دغه پيغام په کابل کې د طالبانو تر یوه خونړي برید یوازې یوه ورځ وروسته خپریږي.

د کابل په پروني برید کې چې طالبانو یې مسئولیت پر غاړه واخیست، د حکومتي شمیرو له مخې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي. په کابل کې د طالبانو تر دغه برید وروسته، افغان حکومت په خپل غبرګون کې وویل چې په داسې حال کې چې طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره مذاکرات کوي، دغه راز بریدونه د سولې په برخه کې د طالبانو تعهد تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو مشر په خپل پيغام کې که څه هم له امريکا سره د توافق په برخه کې د اعتماد غوښتنه کړې، خو د کابل پروني خونړي برید ته يې کومه اشاره نه ده کړې.  نوموړي همدا راز ویلي دي چې طالبانو د اسلامي سیستم د رامنځته کولو او د اشغال د پای ته رسولو له پاره ستر ګامونه اخيستي دي.

ملا هيبت الله اخندزاده امریکايي چارواکو ته په خطاب سره ویلي دي چې طالبان په «خورا جدیت» له دوی سره په مذاکراتو بوخت دي او له ۱۸ کلونو راهيسي روان ناورین د پای له پاره یې د صداقت غوښتنه کړې. اخندزاده په خپل پیغام کې ویلي: «د مذاکراتو په ترڅ کې د امریکا مخ پر ډیریدونکې ړانده او ظالمانه هوايي بریدونه، په ملکي سیمو کې بریدونه او ستاسو د نظامیانو او سیاسي چارواکو له لوري ضد او نقیضې بیانونه د [سولې د مذاکراتو] د پروسې په هکله د شکونو وریځې غوړولي دي او ستاسې د ارادو په هکله یې شکونه را ولاړ کړي دي.»

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې همدا راز زیاته کړې: «دا چې د مذاکراتي پروسې د بریا له پاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي.» د طالبانو مشر که څه هم د کابل پروني برید او د طالبانو نورو بریدونو ته اشاره نه ده کړې خو خپلو جنګیالیو ته یې په پیغام کې ویلي چې د اختر په ورځو کې د خلکو د هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته توجه وکړي او دا چې «د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ له پاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.»

هيبت الله اخندازده د افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کليزي په مناسبت افغان ځوانانو ته په خطاب سره ویلي دي چې د خپلو پلرونو تاریخ ولولي څو د اشغال د پای له پاره د خپلو پلرونو په شان د اشغال پر وړاندې «جهاد ته ادامه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له تیر کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شوو مذاکراتو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمښت په برخه کې کوم څرګند بدلون نه دی رامنځته کړې او برعکس دواړو لورو پر یو بل باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

سربیره پر دې، په افغانستان کې د زور زیاتیو دغو پیښو هم پر دغو مذاکراتو کوم اغیز نه دی کړی او دواړو اړخونو په روانه اونۍ کې د یوه تړون د نهايي کیدو په برخه کې د ستر پرمختګ خبر ورکړی دی.

(k.h/n.z(dpa,Reuters