1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د پوليس روزلو پروسه مسلکي ده؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایې لسګونه زره کسان یې د پولیسو په لیکو کې ځای پر ځای کړي او د هغوی روزنه یې پیل کړې ده، خو آيا دا امکان لري چې طالب جنګيالي دي په دوو مياشتو زده کړو سره مسلکي پوليس شي؟

https://p.dw.com/p/4GGXC
Afghanistan | Innenminister der Taliban-Regierung Sirajuddin Haqqani
انځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې دوی خپل په زرګونو جنګيالي په پولیسو کې شامل کړي دي او هڅه کوي چي د پوليسو پخواني تشکيلات بيرته فعال کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه ویاند د خپلو پولیسو د شمېر په هکله وایې: «د کورنیو چارو وزارت مجموعې تشکیل تراوسه پوري ۱۶۱ زره اټکل سوی او که چیري اړتیا سوه، نو د جغرافیوي موقیعت له مخې به موږ دا شمیره لا نوره هم لوړه کړو.»

هغه زياته کړه چې پوليس يې ټول مسلکي دي او بې مسلکه کسان د پوليسو په ليکو کي نه پرېږدي. خو پوښتنه دا ده چې د دوی جنګيالي څرنګه مسلکي پوليس سول او په دې برخه کې پوليسي هم سته؟

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا ومنل چې د دوې په لیکو کې په ټولو ولایتونو او د هیواد په ټولو هغو سیمو کې چې پولیسي ته اړتیا لیدل کیږي ځای پرځای کړي دې: «ښځینه پولیسې د هیواد په ټولو هغو سیمو کې سته چې اړتیا لیدل کیږي او هغه پولیسې چې ضرورت ورته سته او دوي خپلو دندو ته نه دې راغلې خو په کورونو کې اوسې موږ هغوی ټولو ته وخت په وخت میاشتنی معاش د دوی کورونو ته لیږو.»

په هیواد کې یوشمیر پولیسې وایې دندې ترسره کوي، خو طالبان اوس دوی ته په سمه سترګه نه ګوري او نه غواړي چې د تیر حکومت کسان پخپلو لیکو کې داخل کړي.

Flash-Galerie berufstätige afghanische Frauen
انځور: AP

طاهره چې په کابل کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کې ښوونکې وه اوس یواځې په اونۍ کې یوه ورځ د حاضرۍ د لاسلیک له پاره ځې او دننه دفتر ته نه پریښودل کیږي.

هغې له دویچه ویله سره د مرکې پر مهال وویل: «یواځې میاشتنې معاش چې مخکې ۴۰ زره افغانۍ وو  اوس راته ۱۵۰۰۰ زره افغانۍ راکوي او پرخپل کور ناسته يمه، ما ماسټري کړه خو زه څه وکړم زه باید دنده ترسره کړم، طالبانو راته وویل دوی په خپل حکومت کې ښځو  ته ځای نه ورکوي یواځې به ښځي په کورونو کې ناستې وي.»

هغې زياته کړه: »یوشمیر پولیسې چې بې سواده او عمر یې خوړلی دی هغوی له طالبانو سره کله ناکله د کورونو تلاشې او یا هم د کورنیو چارو وزارت په دروازه کې ښځي تلاشې کوي، خو نورو ښځو ته دنده نه ورکوي.«

په پوځ کې د ښځو د زياتېدو غوښتنه

نرګس چې په غزنې ولایت کې یې دنده لرله او وروسته بیا کابل ته تللې وه، کابل ته د طالبانو په راتګ سره ایران ته مهاجره شوه.

نوموړي دویچه ته وویل: «زموږ ځيني همکارانې طالبانو د عمومې عفوې سره سره له ځانه سره یوړلې خو نه یې د مرګ درک شته او نه یې د ژوند. نو موږ پخپل ځان وویریدلو چې اخیر به څه کیږي بالاخره زه له خپله کوره د شپې ووتلم او اوس په ایران کې ژوند کوم نه کار سته او نه روزګار.»

 هغې زیاته کړه په ټول افغانستان کې ښایې پنځه سوه پولیسې نه وې چې مخکې یې دا شمیر ۳۰ زره ته رسیدلی وو.

په هلمند کې د پولیسو د روزنیز مرکز  استاد  عبدالحې اڅکزی چې له تیرو پنځو کلونو راهیسې د پولیسو په روزنیز مرکز کې دنده لري، دویچه ویله ته وویل چې دوی له تیر یوه کال راهیسې د هلمند د پولیسو په اکاډومې کې تراوسه څلور دوري پولیسو ته زده کړي ورکړي دې او هغوی یې په بیلابیلو برخو کې روزلې دې: «دوی تراوسه پورې مسلکې کسان ډیر لږ روزلې او د پولیسو په برخه کې مسلکې زده کړي اوس ورته پیل سوي دي، لکه څنګه چیک پاینټ ته ولاړسې، عاجلې پیښې څنګه کنټرول کړي او جنایې او  نورو ستونزو  بررسې څه ډول وکړي.»

هغه زياته کړه: «دوی ته شرعې زده کړي هم ورکول کیږي او اوس مو د داخل خدمت پروسه پیل کړې تر څو پوري هغه طالبان چې دوی اوس عملاً کار کوي د هغوی څخه ازموینه واخیستل او ۱۵۳ کسانو ته مو د پولیسو څلور کلنې زده کړي پیل کړي ترڅو پورې دوي مسلکې زده کړي وکړي.»

ده وویل: »پولیسې هم د دوی په لیکو کې زده کړي کوي خو یواځې یې نومونه لیکل سوي او دوه میاشتني معاشونه اجرا کیږي او زده کړو ته تراوسه نه دې راغلې.«

هغه وویل چې ښایې په هر ولایت کې شاوخوا زر کسان له تیر یوه کال راهیسې په بشپړه توګه نه وې  روزل سوي ځکه روزنې ته لا وخت سته، خو د افغانستان تیر جمهوریت پرمهال په تیرو شلو کلونو کې له۱۵۰ زره پولیسو څخه یې ۷۰ سلنو ته مسلکې زده کړي ورکړل سوې وي.

Afghanistan Update Bildergalerie Taliban Kämpfer Kandahar
انځور: AFP via Getty Images

د پخوانې حکومت یو جنرال چې لا اوس هم په کابل کې ژوند کوي او نه غواړې چي نوم یې خپور سې دویچه ویله ته وویل: »اوس یواځې د پولیسو د روزنې له پاره یو میاشتنی پروګرام پیل سوی دی چې ډېر د طالبانو په لیکو کې داسي کسان ورته راغلې چې هیڅ نوعه نظم نه پیژنې.«

هغه زياته کړه: «د پولیسو جوړیدل کلونه کلونه وخت غواړي او دا کار چې اوس یې طالبان کوي او د پولیسو روزنه یې پیل کړې، هیڅ نوعه مسلکې نه ده او نه هم له دوی څخه مسلکې کسان جوړیږي، باید د پولیسو په لیکو کې د ۱۲ ټولګې فارغین او د پوهنتون څخه فارغ التحصیل کسان هم داخل سې.»

په افغانستان کې داسی مهال طالبانو د خپلو پولیسو د لیکو شمیره ۱۶۱ زره ښیې چې د طالبانو د دفاع وزارت وایې دوی به د خپل پوځ شمیر له ۱۵۰ زره څخه تر دوو لکو پورې و رسوي.

صفت الله ذاهدي