1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او سرتیرو اختریزو غیږو د سولې لپاره هیلې ډیرې کړي

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

په افغانستان کې د یوه بې ساري اوربند تر ټینګیدو وروسته افغان سرتیري او وسلوال طالبان کوچنی اختر په ګډه لمانځي، یو بل ته د روغبړو لاسونه او غیږي ورکوي او انځورونه اخلي. داسې څه چې چا یې فکر هم نه کاوه.

https://p.dw.com/p/2zfmS
Afghanistan Id al-Fitr Fastenbrechen
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغان حکومت د اوربند د وړاندیز په ځواب کې وسلوالو طالبانو په افغانستان د کوچني اختر د دریو ورځو له پاره د اوربند اعلان وکړ خو ویلي یې وو چې پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه وکړي. تر دې وړاندې د تیرې چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۳ نیټه» چې د روژې له ۲۷ سره برابره وه، د افغانستان د حکومت اوربند پیل شوی وو.

په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدونکي انځورونه او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې خوشاله حکومتي سرتیري او وسلوال طالبان یو بل ته غیږي او د اختر مبارکۍ ورکوي. ويل کيږي زیاتره دغه ویډیې ګانې او انځورونه د لوګر، د کابل جنوب، د هیواد له جنوب څخه د زابل ولایت او  همدا راز په مرکز کې د میدان وردګو ولایتونو پورې اړوند دي.

سربیره پر دې د افغانستان د کورنیو چارو معین مسعود عزیزي ویلي چې اوربند په ټول افغانستان کې حاکم دی. نوموړي رویترز خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «له نیکه مرغه هیڅ برید نه دی شوی.»

بل لوري ته د هلمند، قندهار او زابل ولایتونو والیانو ویلي چې دواړو لورو اوربند رعایت کړی او د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې هیڅ راز برید او وسلواله نښته نه ده شوې.

په عین وخت کې د مدني فعالانو یوې ډلې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د افغان امنیتي ځواکونو او د وسلوالو طالبانو ترمنځ یو لنډ ملاقات هم تنظیم کړی وو. هغه ولایت چې په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو حکومت ته پکې یو شمیر ګوزارونه هم ورکړي وو.

نارینه او ښځې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي سرتیرو شاوخوا چاپیر وو او تر غیږو او خبرو مخکې یې له دوی غوښتل او دوی یې هڅول چې د خپلو وسلو خولې وتړې او په خپل ځای یې کیږدي.

په زابل ولایت کې یو زده کوونکی قیس لیوال وايي: «دا تر ټولو امن اختر وو. د لومړي ځل له پاره موږ د امنیت احساس وکړ. نه پوهیږم چې خپله خوښه څرنګه بیان کړم.»

Screenshot - Facebook: Waffenstillstand zwischen Afghanischen Truppen und Taliban
انځور: Facebook/Samiullah Hussaini

بل لوري ته د افغانستان په شمال په کندز ولایت کې هم خلک د امنیتي ځواکونو او طالبانو د ملاقات او د اختریزو مبارکیو د تبادلې شاهدان وو. کندز ولایت هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو سختې خونړۍ جګړې کړي.

 د کندز ولایت یو تن اوسیدنکی محمد عامر وايي چې هغه ته یې ورور وویل چې طالبان په عادي حالت کې ښار ته ننوځي. نوموړي رویترز خبري آژانس ته وویل: «په خپلو سترګو مې باور نه راځي. ما طالبان او پولیس ولیدل چې څنګ په څنګ ولاړ وو او انځورونه یې سره اخیستل.»

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدونکو انځورونو کې ښکاري چې افغان پولیس سرتیري په یوه سړک په کتار ولاړ دي او د طالبانو له جنګیالیو سره یو په یو روغبړ کوي او د اختر مبارکي ورکوي. په یوه بله ویډیو کې خلک د طالبانو هرکلي په چیغو او شپیلو سره کوي. رویترز د دې ویډیو ګانو د کره توب پخلی نه شي کولی.

د جعمې په ورځ یعنې د کوچني اختر په لومړی ورځ ولسمشر غني بیا هیله څرګنده کړه چې اروبند دې لا هم وغځول شي او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې میدان ته د بیرته ګرځیدو پر ځای د خبرو میز ته حاضر شي.

په افغانستان کې ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي چې دوی هم هیله من دي چې طالبان به اوربند مراعت کړي او ویلي یې دي چې «موږ هیله من یو چې دغه اوربند د سولې د خبرو د پیلیدو او د سولې د راتګ سبب وګرځي.»

زموږ له آرشیف څخه: