1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون ته د افغانانو هیلې

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

په داسي حال کي، چي ځیني افغانان د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کي د سولې تړون ته خوښ دي، نور بیا پوښتنه کوي، چې ایا دا به د جګړې د بشپړ پای په مانا وي؟ د ناټو عمومي منشی او د امریکا د دفاع وزیر بیا کابل ته رسیدلي.

https://p.dw.com/p/3YeT0
Katar US-Außenminister Mike Pompeo
د امریکا او قطر خارجه وزیران په دوحه کيانځور: AFP/G. Cacace

د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکی شاوخوا ۶۰ کلن طاووس چې تر نیمايي ډیرعمر یې په جنگو کې تېر کړی، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې یوه تړون لاسلېکېدو ته شیبې شمیري.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، جګړو ترې د ژوند خواږه اخېستي خو ددغه هوکړه لیک امضأ کیدو یو څه هیله من کړی.

د ۹۰ لسیزو جګړو څخه اندېښنه

دغه په عمر پوخ افغان د نویمو لسیزو جګړو ځپلی خو د طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلېک ته په دې شرط هیله من دی چې د جګړې د بشپړ پای لامل وګرځي.

«زه خوشاله یم چې دا سوله کیږي خو وایم بیا داسې نه شي لکه له افغانستانه چې شورویان ووتل او دلته داخلي جنګونه پيل شول هغه وختونه مې په یاد دي او ډيرې سختې شپې او ورځې وې.»

ټاکل شوې ده نن شنبې د (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۹مه) په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې یو تړون لاسلیک شي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل، سوله یې د ژوند لوی ارمان دی او هیله من دی چې دده په څیر ډیر افغانان به خپل دغه ارمان ته ورسیږي.

نوموړي د جګړو د بدو خاطرو په یادولو سره زیاته کړه:

«د جنګ د لاسه مې ښوونځی په کډوالۍ کې خلاص کړ، پوهنتون مې د بمباریو، انتحاري او چاودنو په اور کې خلاص کړ. اوس فقط یوه ارزو لرم چې هیواد ته سوله راشي، نور ستړي یو.»

Afghanistan Chost | Bewohner in Chost feiern Waffenstillstand mit Taliban
انځور: DW/F. Zahir

خو یو شمېر نور افغانان بیا له دې امله اندېښمن دي چې پروینا یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک منځپانګه له خلکو سره نه ده شریکه شوې.

د سولې هوکړه لیک او څو لېد لوري

 د پوهنتون استاد یعقوب وطنمل دویچه ویله ته وویل، چې ددغه هوکړه لیک په اړه څو ډوله لېدلوري دي.

«طالبان يې د "فتحي  تړون" بولي،  امريکا يې د "سولې هوکړه"ګڼي او افغان حکومت يې د سولې د پيل لپاره "مهم ګام" بولي، خو غمځپلی ولس نه پوهېږي د چا خبره ومني او نن او سبا به څه کېږي؟!»

په قطر کې د سولې د هوکړه لیک د امضأ کیدو تر څنگ بیا همدا نن کابل ته د امریکا د د فاع وزیر او د ناټو سرمنشي رسیدلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټمبرګ له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي.

ښاغلي عبدالله په یوه ټویټري پيغام کې ویلي:

«مونږ په دې تاریخي ورځ کې یو وار بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي سوله ییز ختمولو ته خپله ژمنتیا اعلانوو، زه له همدې امله د سولې او ټیکاؤ لپاره له افغان ځواکونو څخه د ناټو د دایمي ملاتړ مننه کوم.»

دغه راز، د امریکا دفاع وزیرمارک ایسپر هم کابل ته رارسېدلی.

تمه ده چې د ناټو سرمنشي او د امریکا د دفاع وزیر به له ولسمشر غني سره تر کتنې وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

 اسماعیل شاکر – کابل