1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله ولې وځنډېده؟

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

دا چي د طالب لوړپوړو بنديانو او د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو تبادله ولي ناکامه سوه، دواړه اړخونه يې پړه يو پر بل اچوي.

https://p.dw.com/p/3TBZf
Afghanistan Enführter Kevin King
امریکايي کیون کینګز د امریکايي پوهنتون استاد دی چې د طالبانو په بند کې دی.انځور: picture-alliance/AP Photo

یو شمېر هغه افغان سیاستوال او په رسنيو کي راڅرګندېدونکي کسان چي تېره اونۍ قطر ته تللي ول وایې، طالبانو د نوامبر پر ۱۲مه نیټه د امریکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د حقانې شبکې د غړو تبادلې ته چمتوالی نېولی ؤ، خو د امریکا نویو شرطونو دغه تبادله له خنډ سره مخ کړه. دغه کسان بېله د حکومت يا بلې ډلې د استازيتوب کولو څخه قطر ته تللي ول.

و قطر ته د تللو کسانو په دې ډله کې د ملي امنیت د شورا د فرهنګي دفتر پخوانی رییس محمد اسماعیل یون، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، لیکوال او ژورنالیست ولي الله شاهین، نظرمحمد مطمین او یو شمېر نور کسان شامل وو. په داسي حال کي چي په زياته په ټولنيزو رسنيو کي له دغو کسانو څخه بعضي يې د »طالبانو په پلوي« تورنيږي، هغوی تېره اونۍ په قطر کي د طالبانو سره خبري اتري وکړې.

له قطر څخه بېرته راغلو دغو کسانو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر په ۱۷مه) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي خبریالانو ته د خپل سفر په هکله معلومات ورکړل. هغوی د طالبانو په حواله دا وویل چې امریکا د بندیانو د تبادلې په وروستیو شیبو کې طالبانو ته د افغان حکومت سره د خبرو او اوربند منلو ترڅنګ ځیني نور د نویو شرایطو په توګه کېښودل. له دې ډلې څخه نظر محمد مطمین چي زيات وخت په رسنيو کي د شنونکي په توګه راڅرګنديږي وویل:«د حقانې ډلې د بندیانو د ځنډ لامل، له افغان حکومت سره خبرې او اوربند وو، او طالبانو ویل چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې موږ چلند کوو.» مطمين هم يو له هغو کسانو څخه دی چي ورباندي په ټولنيزو رسنيو کي تور لګول کيږي چي ګواکي د طالبانو پلوی دی.هاخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم منلې وه چې د طالبانو سره د بندیانو تبادله ځنډېدلې. نوموړی د بندیانو د تبادلې د ځنډ لامل په لوګر او کابل کې د طالبانو وروستي برېدونه ښيي.په همدې حال کې افغان حکومت وایي، د حقانې شبکې درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید اوس هم د افغان دولت په زندان کې دي. د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د طالبانو لخوا د شرایطو نه رعایت کول، د بندیانو د تبادلې ځنډېدو لامل وګرځید.»

ښاغلی صدیقي زیاتوي چې حکومت د بندیانو پر تبادلې له سره کتنه کوي او د هيواد د ملي په ګټو په رڼا کې به یې په اړه پریکړه وشي.

بین الافغاني خبرې او د اوربند منل افغان سولې بهیر کې ترټولو جنجالي شرطونه بلل کیږي. خو له قطره راګرځېدلي کسان وايي طالبان هغه مهال بین الافغاني خبرو او اوربند ته غاړه ږدي چې له امریکا سره په شاوخوا نهو پړاوونو خبرو کې وروستی شوی هوکړه لیک لاسلیک شي. خو سیاسي شنونکی امان الله هوتکي وایې، طالبانو سره نارسمي لیدنې کتنې افغان سولې سره مرسته نه شي کولای.

ښاغلي هوتکي دوچه ویله ته وویل:«طالبان افغان حکومت سره له خبرو پرته بله لار نه لري، ترڅو چې دوی له حکومت سره د یوه لوري په توګه ناسته ونه کړي امریکایانو سره مذاکرات یې هم نتيجه نه لري.»

طالبانو سره نهم پړاؤ خبرې د ټرامپ د یوه ټویټ په ترڅ کې وروسته له هغه لغوه اعلان شوې، کله چې کابل کې د دې ډلې یوه موټربم برید د شاوخوا لسو افغانانو په ګډون یو امریکايي عسکر وواژه.
MS/AA

Afghanistan Enführter Lehrer Timothy Weekes
د طالبانو له لوري تښتول شوی د پوهنتون استاد ټیموتي ویکس د آسترالیا تبع دی.انځور: picture-alliance/AP Photo