د طالب بندیانو آزادیدل بیا وځنډیدل
۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبهد ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، د دوشنبې په ورځ پر خپل تویتر پاڼې باندې ولیکل: «سبا به بندیان آزاد نه شي.»
د فیصل په خبره طالبانو او افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ سره د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي او بیا طالبانو موافقه کړې چې له حکومتي چارواکو سره د لا زیاتو بحثونو په موخه یو پلاوی کابل ته واستوي.
تمه کیږي چې د طالبانو استازي بګرام ته تر رسیدو وروسته د هغو زندانیانو هویت تثبت کړي چې افغان حکومت یې آزادوي. خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د دغو کسانو سفر د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډیدلی دی.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به د طالبانو ۱۰۰ بندیان آزاد شي، خو اوس د دې کار د نه ترسره کیدو خبره شوې ده. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې هم دغه لړۍ نه ده پیل شوې.
(ms/qn (dpa