1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ضياالحق امرخېل استعفا او د عبدالله غبرگون

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخېل په رسمي توگه له خپلي دندې استعفا وکړه. هغه وويل چي ورباندي د لگېدلو تورونو له کبله نه، بلکي په هيواد کي د کړکېچ د مخنيوی له پاره استعفا کوي.

https://p.dw.com/p/1COQs
انځور: picture-alliance/dpa

امرخېل د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۲۳مه) ماسپښين مهال په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د استعفا دليل يې د يکشنبې په روځ خپره سوي «جعلي» تليفوني مکالمه نه ده.

هغه وويل: «زما د استعفا دليل بل هيڅ نه، يوازي له دغو ټاکنو څخه ساتنه ده. د ملي گټو په خاطر نن زه حاضر يم چي استعفا وکړم.»

امرخېل زياته کړه چي ډاکټر عبدالله به په لوړه کچه تفاهم کوي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پريکړو ته به احترام کوي، د پروسې ملاتړ به کوي او خپل هغه توافق چي يې په لومړۍ ورځ د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه سره لاسليک کړی وو هغه ته به احترام کوي.

هغه وويل: «د دې په نتيجه کي زه د ملي گټو، د دغي پروسې د پرمختگ او د دغه ملت د قوت په خاطر او د دوی د ژوند د سوکالۍ په خاطر زه حاضر سوم چي له خپلي دندې په خپله خوښه بې له کوم فشاره استعفا وکړم.»

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله انتخاباتي تيم تيره ورځ يوه داسي تليفوني مکالمه خپره کړه چي د دوو تنو ترمنځ چي ږغ يې هم ډېر خراب وو خبري کېدې او ادعا يې وکړه چي په دغه مکالمه کي امرخېل د ټاکنو کمېسيون ځينو کارکونکو ته لارښوونه کوي چي د ډاکټر اشرف غني احمدزي په گټه کار وکړي.

خو امرخېل نن دغه ټول تورونه رد کړل او زیاته يې کړه چي د ټاکنو د دوهم پړاو ترمخه لا د ده پرضد دسيسې رواني وې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس احمد يوسف نورستاني د ټاکنو په پروسه کي د امرخېل تلاښونه وستايل. هغه وويل چي د امرخېل له مشورو څخه به په کمېسيون کي دننه او دباندي استفاده وسي.

د پنځو ولايتونو د رايو تفتيش

په دغه خبري غونډه کي د ټاکنو خپواک کمېسيون دغه راز اعلان وکړ چي د پنځو ولايتونو رايي چي د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله څارونکي يې په اړه اندېښنه لري، تفتيش سي.

دغه پنځه ولايتونه غور، نورستان، پکتيا، پکتيکا او خوست دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس احمد يوسف نورستاني وويل چي د دغو ولايتونو ۱۰ سلنه رايي به تفتيش سي. هغه وويل چي دغه لس سلنه رايي به د دغو ولايتونو سل سلنه رايي معلومي کړي چي بيا به يې په اړه پريکړه وسي.

نورستاني وويل چي د دغو پنځو ولايتونو دغه لس سلنه رايي به د کورنيو او باندنيو څارونکو او دغه راز د کانديدانو او ملگرو ملتونو د استازو په حضور کي تفتيش سي.

دغه کمېسيون دغه راز اعلان وکړ چي د ټولو ولايتونو تقريباً ۹۱،۵ سلنه رايي د دوی د شمېرلو سيستم ته داخلي سوي دي. نورستاني وويل چي تر اوسه يوازي د پکتيکا ولايت د رايو پايلي کابل ته رسېدلي نه دي، چي د دغو پايلو په رسېدو سره به د رايو شمېرني سيستم ته سل په سلو کي پايلي داخلي سي.

نورستاني وويل چي ۲۴۸ محلونه به تفتيش او د ۵۷ محلونو رايي به له سره وشمېرل سي.

د ډاکټر عبدالله غبرگون

د امرخېل تر استعفا وروسته سمدلاسه ډاکټر عبدالله په پوه خبري کنفرانس کي وويل، په هغه صورت کي چي د ده شرايط ومنل سي، بيا به د ټاکنو په پروسه کي برخه واخلي او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره به له سره اړيکي پيل کړي.

د عبدالله غوښتني دا وې چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا د رئيس دنده دي وځنډيږي او د پکتيا، پکتيکا او خوست په ولايتونو کي ترسره سوو درغليو ته دي رسېدگي وسي.