1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د شپې خوب ژوند اوږدوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبه

ډاکتران په مناسبه اندازه خوب د روغتيا له پاره اړين ګڼي. اوس د ۴۰۰ زرو کسانو پر معلوماتو ترسره شوې يوه څېړنه ښيي چې د شپې د خوب او اوږد ژوند ترمنځ اړيکه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3qeHO
Mann kann nicht schlafen weil die Frau schnarcht
انځور: Colourbox/Production Perig/P. Morisse

په دې کې هیڅ شک نشته چې د انسان له پاره  په کافي اندازه خوب ډېر اړين دی ځکه چې د ټولې ورځې د بوختيا او فشارونو له کبله چې د انسان بدن د کومې ستريا ښکار شوی وي، خوب نه يوازې دغه ستړيا له منځه وړي، بلکې په دې ترڅ کې د انسان بدن د بلې ورځې چيلنجونو ته هم ځان چمتو کوي.

تر مناسب حده خوب او بيا سهار وختي را وښيدو سره نه يوازې د انسان بدن انرژي اخلي، بلکې يوه نوې څېړنه ښيي چې ګټې یې تر دې محدودې نه دي.

په دې نوې څېړنه کې د وختي را وښيدو او اوږده ژوند ترمنځ يوه اړيکه پيژندل شوې ده. د دې څېړنې په حواله هغه خلک چې سهار د وخته راويښيږي او د خوب موده یې مناسبه وي يعني نه ډېر زيات او نه ډېر کم خوب کوي، ژوند یې اوږد وي.

اړونده موضوع: لږ خوب په سالنډي د اخته کیدلو خطر زیاتوي

د «فرويندن» په نوم آلمانۍ مجلې په حواله په دې څېړنه کې موندل شوې چې هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ويښ وي، د مرګ د ډېر ګواښ سره مخامخ وي.

د سری پوهنتون او نارت ويسترن پوهنتون د کارپوهانو دا څېړنه د هغو ۴۰۰ زرو ښځو او نارينه وو د روغتيا په اړه معلومات باندې ترسره شوې چې روغ دي او عمرونه یې د ۳۸ او ۷۳ کالونو ترمنځ دي.

څوک چې د شپې ناوخته بيديږي، ژر به مړ کیږي؟

له دې څېړنې معلومه شوې چې هغه خلک چې د شپې تر ناوخته ويښ وي او بيا د ورځې ويده وي، د نورو په پرتله د مرګ د ۱۰ سلنه زيات خطر سره مخامخ وي.

د څېړنې په حواله د شپې تر ناوخته بيدار پاتې کيدونکي په بېلا بېلو رواني او فزيکي ناروغيو اخته کیږي.

په دې څېړنه کې ويل شوي چې هغه کسان چې بايد سهار وختي راويښ شي لکه د وظيفې او يا نورو مصروفيتونو له کبله نو هغوی ته په کار ده چې هرو مرو د شپې ژر بيده شي تر څو یې بدن هغه مقدار انرژي او خوب چې اړتيا یې لري، ترلاسه کړای شي. ځکه د خوب ناسم روش يا عادت روغتيا ته زيان رسوي.

د کارپوهانو په حواله د روغ پاتيدو له پاره اړينه ده چې انسان هره ورځ له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي.

څرنګه د شپې ښه خوب کولی شو؟

د شپې د ښه او راحت بخښوونکی خوب له پاره ځيني ساده خو اغیزمنې لارې چارې شته. د روغتيا په اړه د معلوماتو ارايه کوونکې «فټ بک» په نوم انترنت پاڼې په حواله هره شپه پر يوه معلوم وخت د خوب ځای ته تلل، مناسبه رڼا او د کوټې د تودوخې د درجې مناسب ساتل د خوب د کيفيت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

پر دې سربیره تر بيديدو مخکې د چای او کافي څکلو څخه هم بايد ډډه وشي.