1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د شپږيزې لیګ جام د مس عينک لوبډلې وګاټه

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

په کابل کې د کريکټ د شپږيزې لیګ جام د مس عینک لوبډلې وګاټه. په پايلوبه کې د محمد نبي عيسی خيل په مشرۍ د مس عينک او د راشد خان په مشرۍ د بند امير لوبډلې يو بل پر وړاندې میدان ته راوتلې وې.

https://p.dw.com/p/3RVwY
Cricket Afghanistan vs. Indien
آرشيفانځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د شپږيزې ننۍ پايلوبه کې پچه د وزيرزي مس عينک لوبډلې وګټله او لومړی يې مقابل لور ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان کريکټ بورد پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي چې د بند امير ښامارانو لوبډلې په خپلې توپوهنې کې ټول ټال ۱۵۴ منډې جوړې کړې او د مس عينک لوبډلې ته يې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

د محمد نبي عيسي خيل په مشرۍ د مس عينک لوبډله وتوانيده چې دغه هدف ته د آخري اور د پنځم توپ په وهلو، ځان ورسوي، د شپږيزې لیګ اتلولي خپله او جام تر لاسه کړي.

که څه هم په ورستيو اورونو کې د راشد خان په مشرۍ د بند امير ښامارانو لوبډلې وتوانيده چې د خپل حريف څو لوبغاړي وسوځوي او لوبه په خپله ګټه راوګرځوي، خو په وروستيو توپونو کې بخت د مس عينک لوبډلې سره يارې وکړه او لوبه يې وګټله.