1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شيکاگو غونډي ته په لوړه کچه تیاری روان دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د ناټوعمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د شیکاګو تر غونډي مخکي لیدلي دي. دواړو مشرانو منلې ده چي د افغانستان پر موضوع باندي بحث به د دې غوڼدي اصلي موضوع له وي.

https://p.dw.com/p/14saY
انځور: AP

دواړو مشرانو همداراز ویلي دي چي د هغو هیوادونو چي د ناټو غړیتوب نه لري دفاعي وړتیاوي او له هغوی سره د ناټو همکارۍ به هم د شیکاګو د غونډي له نورو مهمو موضوعګانو څخه وي. دغه غونډه د امريکا په شیکاګو کي د می د میاشتي پر۲۰ او ۲۱ نیټه جوړیږي.

اوباما او راسموسن وویل چي د شیکاګو په غونډه کي به دغه راز په افغانستان کي د امنیت د لیږد بهیر پر وروستي پړاو باندي هم خبري اتري وشي. د امنیت د لیږد بهیر په ترڅ کي به په افغانستان کي میشت بهرني ځواکونه امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته ورسپاري.

متحده ایالات او نور ملگري هیوادونه ئې په پلان کي لري چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري.

تر دې نیټې وروسته به نړیوال ځواکونه یوازي د افغان سرتیرو په روزنه بوخت وي.

سپیني ماڼۍ ویلي دي چي د ناټو په راتلونکې غونډه کي به د دغه سازمان غړي ژمنه وکړي چي خپلي هغه وړتیاوي رامیدان ته کړي چي ناټو ورته په ۲۱ پیړۍ کي اړتیا لري.

اوباما او راسموسن هیله څرگنده کړه، چي د ناټو غړي به د شیکاگو په غونډه کي دې ته چمتو وي چي د توغندیو د دفاعي سیستم په گډون د نورو موضوعگانو په برخه کي د ناټو پر وړتیاو باندي خبري وکړي.

اوباما او راسموسن پر دې هم خبري کړي دي چي ناټو ته له هغو هیوادونو سره اړیکي درلودل له اهمیته ډکي دي چي د دې سازمان غړي نه دي، خو بیا ئې هم ملگری شمیرل کیږي.

د شیکاگو غونډي ته داسي هیوادونه هم وربلل شوي دي چي د ناټو غړیتوب نه لري خو د دغه سازمان له پیاوړو ملگرو څخه شمیرل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل