1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شين خوليو له خوا د جنسي تېري پر ضد د م.م. پرېکړه ليک

۱۳۹۴ اسفند ۲۲, شنبه

هغوی بايد سوله راوړي، خو په ډېرېدونکي کچه شين خولي سرتېري په جنسي تېري تورن شوي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغې ستونزې په وړاندې اوس يو پرېکړه ليک صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IC4A
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Medichini

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غواړي چې د شين خوليو په لاس د جنسي تېري په وړاندې سخت اقدامات پلي کړي. په نيو يارک کې ناستې دغې شورا په لومړي ځل د دې موخې له پاره يو پرېکړه ليک صادر کړی دی. د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا ۱۴ غړيو د پرېکړه ليک په پلويتوب رايه کارولې، يوازې مصر چې تغييرات يې پکې غوښتي ول، مستنکفه رايه ورکړه.

دغه پرېکړه ليک پر هغو هېوادونو باندې چې ملګرو ملتونو ته ځواکونه په اختيار کې ورکوي، دا غږ کوي چې د جنسي تېري په وړاندې دې لا زياتې څېړنې او پلټنې پيل، لا زياتې هلې ځلې پورته او شوې پېښې خپرې کړي. داسې کړنې چې سزا نه لري، بايد نورې ممکنې نه وي. شورا همداراز د ملګرو ملتونو د مشر، بانکي مون، د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې د ملګرو ملتونو هغسې بشپړ واحدونه چې د جنسي ځورونې پېښې پکې تثبيتې وي، بايد خپلو هېوادونو ته بېرته واستول شي. پرېکړه ليک يو څو ورځې وروسته له دې تصويب شوی دی چې بان د جنسي ځورونو په اړه يو راپور وړاندې کړی وو.

د ۲۱ هيوادونو پر عسکرو تورونه

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو پر شين خوليو او نورو کارکوونکو باندې په ۲۰۱۵ م کال کې د جنسي ځورونې د ټول ټال ۶۹ پېښو تور لګول کيږي چې په دغو پېښو کې جنسي تېری، د پيسو په بدل کې جنسي اړيکې او له کم سنو سره جنسي اړيکې شاملې دي. په قربانيانو کې لږ تر لږه ۲۲ ماشومان هم راځي. په دې وروستيو کې اکثره پېښې د مرکزي افريقا په جمهوريت کې ثبت شوې دي.

هلته د «مينوسکا» په نوم د ملګرو ملتونو د ماموريت په چوکاټ کې موظفو يو شمېر شين خوليو باندې تور دی چې ماشومان يې ځورولي دي. ډېرې ستونزې همداراز د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د «مونوسکو» ماموريت په چوکاټ کې د کانګو په دموکرات جمهوريت کې هم شتون لري. د ۲۱ هېوادونو پر عسکرو باندې تورونه پورې شوي دي چې اکثريت يې خپله له افريقا څخه راځي. تر ټولو زياتې پېښې د کانګو د دموکرات جمهوريت په عسکرو کې ثبت شوې دي، چې شين خولي عکسر يې په اوو داسې پېښو تورن شوي دي. خو د آلمان او کاناډا پر هغو پوليسو باندې هم د جنسي ځورونې تورونه لګول شوي دي چې د ملګرو ملتونو په ماموريتونو کې يې ونډه اخيستې ده.

کچه ډېره جګه شوې ده

د تېرو کلونو هيڅ کومه پېښه هم د جزايي تعقيب لاندې راغلې نه ده. د ملګرو ملتونو د مقرراتو له مخې دا د عسکرو پر اصلي هېواد پورې اړه لري چې حقوقي دعوی شروع کړي. د بشري حقونو ډلې له دې کبله نيوکې کوي چې تورن کسان يا حقوقي تعقيب نه ويني يا دا چې يوازې سپکې سزاوې ورکول کيږي.

د تېر، يعنې ۲۰۱۵ م کال ۶۹ پېښې د ۲۰۱۴ م کال په پرتله چې ۵۲ پېښې پکې ثبت شوې وې، څرګنده لوړتيا په ګوته کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بان، په مرکزي افريقا کې د ځورونې د ګڼ شمېر پېښو د ثبتېدو وروسته د نه زغم يوه پاليسي اعلان کړې وه.

د شين خوليو د ماموريت پخوانی مشر له خپلې دندې ګوښه کړای شو کله چې د نورو پېښو تر څنګ پر يوې دولس کلنې نجلۍ باندې د جنسي تېري يوه پېښه راووتله او خپره شوه. د ملګرو ملتونو د ۱۶ ماموريتونو په چوکاټ کې ټول ټال تقريبا ۱۲۵ زره عسکر، پوليس او ملکي کارکوونکي په خپلو دندو بوخت دي.