1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د شریعت د عملي کولو پر ضد په اندونیزیا کې د ځوانانو مظاهرې

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

په اندونیزیا کې د قهرجنو ځوانانو مظاهرې په تیرو ۲۰ کلونو کې بی ساری دي. دغه ځوانان په هیواد کې د اسلامي شریعت د جزایي قوانینو د سختولو په اعتراض کې سړکونو ته را وتلي ول.

https://p.dw.com/p/3Qbxa
Indonesien Protesten gegen neue Gesetze
انځور: Reuters/W. Kurniawan

په اندونیزیا کې د پراخو اعتراضونو څپه د هانګ کانګ له وضعیت سره ډیر ورته والی لري: هغه ځوانان چې خپلې غوښتنې د شعارونو په شکل کې وړاندې کوي او د پولیسو له اوښکي بهونکي ګاز سره مخامخ کیږي.

لکه څرنګه چې په هانګ کانګ کې ځوانان د حکومت د چين پلوه طرحو پر وړاندې سړکونو ته ووتل، د اندونیزیا په پلازمېنې جکارتا او د دغه جنوب ختیځ  آسیایي هیواد په نورو لویو ښارونو کې محصلين سړکونو ته وتلي دي.

اندونیزیا تر۲۶۰ میلیونو ډیر وګړي لري چې اکثره یي مسلمانان دي. دغه هیواد له ډیرې مودې راهیسې د معتدله اسلامي هیواد په توګه شهرت لري، خو په تیرو څو کلونو کې بنسټپاله او عنعنوي اسلامي ډلو خپل د نفوذ ساحه پکې پراخه کړې ده. په دې هیواد کې هغه جوړه چې لا یې واده نه وي کړی په عام محضر کې د منع کړای شویو بدني تماسونو په جرم د خلکو په موجودیت کې په دورو وهل کیږي.

اوس ټاکل شوې ده چې په دې هیواد کې د قوانینو یوه داسې بسته تصويب شي چې پر بنسټ یې هغه شریعیت چې ځنې وختونه تطبیق کیږي وروسته له دې د هیواد په قضایي نظام کې داخل کړای شي.

د اندونیزیا حکومت اراده لري د هیواد هغه قضایي نظام چې د هالنډ د استعماري حاکمیت له وختونو را نیولې تر اوسه پورې اعتبار لري، اصلاح او دوباره ؤ ارزوي.

د قضایي اصلاحاتو د دغې مسودې له مخې هغه جوړه چې له نکاح پرته یو له بل سره ګډ ژوند کوي کیدای شي په شپږ میاشتې بند محکوم شي. سربیره پر دې بی له نکاح د جنسي اړیکې ټینګول، د داکتر د تائید پرته سقط جنین، د امیدواره کیدو د مخنيوي د میتودونو په برخه کې زده کړې او همدارنګه د هیواد ولسمشر ته سپکاوې، هغه موارد دي چې جرم ګڼل کیږي او د دا ډول جرم ترسره کوونکی مجازات کیږي.

د دغه هیواد د سیاحت سکتور مخ پر زوړ حالت هم کیدای شي د دغو قوانیو له امله لا ډیر زیانمن شي. د اسلامي شریعت مطابق دغه قوانين نه یوازې د دې هیواد د مسلمانو وګړو، بلکې د هغو بهرنیو اتباعو په برخه کې هم عملي کیږي چې دغه هیواد ته تګ راتګ کوي. د هغو له جملې څخه د بالي ټاپو، کوم چې د هندویزم عنعنې پکې دود دی. سر له همدا اوس څخه د استرالیا حکومت خپلو اتباعو ته اندونیزیا ته د سفر کولو په هکله خبردارې ورکړی دی.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ز