1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاه محمود پوپل سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند شاه محمود پوپل د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کي زېږېدلی 43 کاله عمر او شپږ اولاده لري. د هغه مرستيالان دي محمد عليم ارحق او شاجهان...

https://p.dw.com/p/IvsZ
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد شاه محمود پوپل
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد شاه محمود پوپلانځور: DW

شاه محمود پوپل د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي د خپل راتلونکی احتمالي حکومت دريځونه داسي بيان کړي.

دويچه ويلي: تاسو د كمې انګيزې له مخې جمهوري رياست ته ځآن كانديد كړى دى ؟

پوپل: دا چې موڼږ د افغانستان د ازادۍ لپاره جهاد كړى وو وروسته د ملي اسلامي سولي د ګوند رئيس شوم او سياسي مبارزه كوم ګوند زه مجبور كړم چي د نورو دولسو سياسي ګوندونو په ملاتړ دې ته چمتو شوم چې د سولي د ټينګښت په خاطر د دې لارې نه د خدمت مصدر شم دا ځكه چې اوسنى حكومت په اداري فساد كې ډوب دى او خلك د دولت نه فاصله نيسي ځكه خو ګوند دې دندې ته توظيف او كانديد كړم.

دويچه ويلي: هركانديد يو تګ لاره لري ستاسو د تګ لارې غټ ټكى كوم دى ؟

پوپل : ز ما د تګ لارې غټ تكى د سولې تامين او د قانون پلې كول دې دوهم داچې اقتصاد او تعليم او تربيه ته به وده وركوم او قومي او سمتي توپيرونه ته به خاتمه وركوم او كوشش به كوم چې جنګ پاى ته ورسيږي.

دويچه ويلي : تاسود حامد كرزي حكومت ته په كومه سترګه ګوري او څه ډول حكومت دى ؟

پوپل: د حامد كرزي حكومت د فساد سره مخامخ دى او مديريت كمزورى دى ځكه خو خلكو ترې واټن نيولى دى ځكه خوزه اميدواريم چې خلك به ماته رايه راكړي.

دويچه ويلي: كه چيرې تاسو جمهوري رياست ته ورسيږي نو دښځو د حقوقو په اړه په مو اجرات څه وي؟

پوپل : كوم حقوق چې په اسلام كې ښځوته وركړي دي په بل قانون كې وجود نلري زه به انشاالله په اسلامي بنسټ ښځو ته حقوق وركوم د دوي د كار زده كړې او نور و حقوقو ته به ئې پام كوم .

دويچه ويلي: كه چيري هدف ته ورسيږي خارجي پاليسي به موڅه وي په تيره بيا د ګاونډيو هيوادنو سره چلند څنګه بولۍ ؟

پوپل: موڼږ مسلمانان يو په اسلام كې ګاونډيان د يو حق لري ځكه خو زما پاليسي به د اوي چې د ټولو هيوادونو په تيره بيا د ګاونډيو هيوادونو سره به ښي اړيكې تامين كړم .

دويچه ويلي : د ډيورند لانجه تر دې دمه همداسې لانجمنه او جنجالي پرته ده كه چيرې ولسمشرې ته ورسيږې اقدامات به مو څه وي .

پوپل: دا موضوع په يوه تن پورې اره نلري په دې كې د افغانستان د ملت صلاحيت دى او جمهور رئيس په دې برخه كې تصميم نشي نيولى .

دويچه ويلي: د ائتلاف د قواو د قانوني كولو لپاره به ستاسو اقدامات څه وي ؟

پو پل: ترڅو پورې چې موڼږ په خپلو پښونه يو دريدلي دوي بايد په نړيواله كچه قانونې حضور ولري په اوسنې شكل به نه وي او قانونې حيثت به وركړى شي موڼږ دا مهال د طالبانو سره هم كوم مشكل نلرو او كولى شو د افغاني طالبانو سره يوې روغې ته ورسيږو .

دويچه ويلي: تردې دمه لاد نژادي توپيرونو مسله نه ده حل شوې كه تاسو قدرت ته ورسيږي د ملي يووالي او اقتصادي پلانونو په اړه به مواجرات څه وي ؟

پوپل: ځينې كسان شته دي چې نژادي توپيرونو ته لمن وهي خو دامهال ملي يووالي شته دي او ټول پښتانه تاجك هزاره ازبك تركمن او نور يو ځآى ژوند كوي كوم مشكل نشته دى د اقتصادي پلانونو په اړه بايد ووايم چې زموڼږ هيواد د معدنياتو له نظره غني پر يمانه اوبه لري خو نورو هيوادونو ته ځي زه به هڅه وكړم زياتې فابريكې فعالې كړم او د اوبو د بندونو په جوړ ولو سره ملي اقتصاد ته وده وركړم .

دويچه ويلي: تاسو په امنيتي لحاظ څومره ډاډ من ياستۍ ؟

شاه محمود پوپل: دا چې ماځآن جمهوري رياست ته كانديد كرى دى د همدې خلكو په مرسته ټولو ولايتونو ته سفرونه كووم او د كورنيو چارو د وزارت د امنيتي ساتونكو پر وا نلرم ، زه ډآډه يم چې ولس زما سره دى انتخابات دا ثابتوي چې هركانديد كه چيرې د ولس سره په ارتباط كې وي او هغه چې ولسونو ته نه شي ورتلى داسې څرګنديږي چې هغه په ولس كې رايه او ملاتړ نلري زه خپله په دې برخه كې هيڅ مشكل نلرم.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل