1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیمې هېوادونه د افغانستان د وضعیت په تړاؤ څه اندېښنې لري؟

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

د افغانستان د وضعیت په اړه په کابل کې د هند سفارت یوې وینا پاڼې لیکلي چې ناکراری او جګړې ورځ تر بلې پراخیږي. هاخوا روسیه او تاجیکستان هم په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په تړاؤ غږیدلي.

https://p.dw.com/p/3y1P5
Afghanistan-Konferenz in Taschkent, Usbekistan
انځور: picture alliance/AA/C. Ozdel

د افغانستان د وضعیت په اړه په کابل کې د هند سفارت یوې وینا پاڼې لیکلي چې ناکراری او جګړې ورځ تر بلې پراخیږي. هاخوا روسیه او تاجیکستان هم په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په تړاؤ غږیدلي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې په کور دننه د اندېښنو سربیره ځینو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته هم نوې اندېښنې ور پیدا کیږي.

اوس تازه په کابل کې د هند سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې طالبانو خپلې جګړې سختي کړي او ترڅنګ د ملکي افغانانو ژوند هم له سختو ګواښونو سره مخامخ دی.

د سفارت په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «د ملکي وګړو هدف ګرځول ډېر شوي، عامه تاسیسات ویجاړیږي او د سړک غاړې ماین چاودنې هم د ولسي افغانانو ژوند اخلي.» د هند سفارت په افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې له سترو ښارونو ونه وځي او له اړتیا پرته دې تګ راتګ نه کوي.

Afghanistan | Menschenmenge auf Fahrzeugen mit Taliban Flaggen in Chaman
انځور: Abdul Khaliq Achakzai/REUTERS

د روسيي او تاجیکستان اندېښنه

 هاخوا روسیه، ازبیکستان او تاجیکستان غواړي راتلونکې میاشت افغانستان سره پر پوله ګډ پوځي تمرینات پیل کړي.

تاجیکستان دلته د روسیې په مرسته د یوې لویې پوځې آډې جوړولو هوډ هم لري. د تاجیکستان ولسمشر څو ورځې وړاندې له افغانستانه دغه هېواد ته د احتمالي ګواښونو مخنیوي ته د چمتوالي خبره کړې وه.

د افغان ولسمشر یوه پخواني سلاکار طارق فرهادي دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې د منځني آسیا هېوادونه افغانستان کې د احتمالي نا امنیو ډېرېدو په صورت کې د ډېر شمېر کډوالو له ور اوښتو اندېښمن دي. فرهادي وویل: «د روسيي او د مرکزي آسیا هېوادونو اصلي تشویش هم په همدې کې دی چې که له کنترول پرته ډیر شمېر مهاجرین ور واوړي نو په هغوی کې ښايي د داعش جنګیالي وي، یا په خپله د هماغو هېوادونو اوسېدونکي چې د خپلو حکومتونو ضد دي.»

له داعش ډلې ویره

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې چې داعش ډلې د افغانستان په ختیځ کې ماتې خوړلې خو اوس یې بیا خپل جنګیالي منظم کړي او غواړي نورو ولایتونو ته یې ولیږدوي.

طارق فرهادي وویل چې ازبیکستان له افغانستان سره د پولو خوندېتوب په موخه ان طالبانو سره مذاکرات پیل کړي. دغه سویس میشتی پخوانی افغان چارواکی په افغانستان کې د هند د ګټو په اړه وویل: «افغانستان کې د هند ګټې دا دي چې غواړي ښې اړیکي ولري، خو ډير تشویش یې د پاکستان له اړخه دی چې که چېرې پاکستان د طالبانو په واسطه افغانستان کې پراخ نفوذ ومومي، هند ته د زغملو نه ده.»

د فرهادي پر وینا چې په دې وروستیو کې هند هم اړ شوی چې طالبانو سره مذاکرات وکړي او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر قطر ته ولاړ او راتلونکې چهارشنبه د امریکا بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر کوي.

د افغانستان د وضعيت په اړه د بهر میشتو افغانانو اندېښنې

د کارپوهانو باور دا دی چې په دې وروستیو کې د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسیدلي چې طالبان به د افغانستان د راتلونکي حکومت لویه برخه وي، نو ځکه هغوی سره خبرې اغیزمنې ګڼي.

خو د امریکا د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو کې طالبانو ته بیا هم د جګړې او ماتې پيغام ورکړل شوی. رویټرز خبري آژانس د لویډ اسټن له قوله ویلي چې افغان پوځ لومړی دنده دا ده چې د طالبانو چټک پرمختګ ورو کړي.

 افغانستان کې د امنیتي اندېښنو ډېرېدو سره همهاله حکومت اعلان کړی چې له کابل، ننګرهار او پنجشیر پرته به په نورو ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز وي.

چارواکي وايي، افغان پوځ پر طالبانو سترو عملیاتو ته چمتوالی نېسي چې د دغه ګرځبندیز یوه بنسټیزه موخه هم همدغه ده.

اسماعیل شاکر – کابل 

زموږ له آرشیف څخه: 

«که پاکستان همکاري وکړي که نه، موږ سولي ته رسيږو»