د سی ان ان خبرياله: ايران يو توغندی آزمويلی دی
۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعهد سي ان ان شبکې يوې خبريالي د امريکا متحده ايالاتو د يوې دولتي سرچينې په حواله ليکلي دي چي ايران د منځني واټن ويشتونکی یو توغندی آزمويلی دی. باربرا ستار دغه خبر د جمعې په ورځ پخپل تويتر پاڼي کي خپور کړی دی.
ستار د امريکا د يوې دولتي سرچينې په حواله ليکلي دي چي د شهاب۳ په نوم دغه توغندی چي د چهارشنبې په ورځ توغول سوی دی، زر کيلومتره واټن يې وهلی خو کښتيو او يا هم د امريکا اډو ته يې خطر نه دی متوجه کړی. دغه امريکايي چارواکي ويلي دي چي استخباراتي ارزوني ښيي چي دا د ايران د هڅو يوه برخه ده، څو د خپلو توغنديو د واټن او دقت وړتيا لوړه کړي.
خو سي ان ان شبکې تر اوسه پوري په دې اړه راپور خپور نه دی خپور کړی.
د فاکس نيوز شبکې يوه خبريال هم په خپل تويتر پاڼه کي ليکلي دي چي يوه امريکايي مقام د ايران د توغندي آزموينه تائيد کړې ده. لوکاس تاميلسون چي د پنتاگون د حوزې خبريال دی، د دغه امريکايي چارواکي له قوله ليکلي دي دغه توغندی د ايران له جنوبه توغول سوی او تر ۶۰۰ مايله پرواز وروسته تهران ته نژدې لوېدلی دی.
ايران تر اوسه پوري دغه خبر نه تائيد او نه هم رد کړی دی.