1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د سينگار په توکو کې کيمياوي مواد روغتيا ته څه تاوان لري؟

۱۳۹۷ مهر ۳, سه‌شنبه

د سينگار توکي او د کور او کالو د پاکولو مواد هغه شيان دي چې موږ ورسره هره ورځ سر و کار لرو. څيړنو ښوولی چې په دې توکو کې موجود کيمياوي مواد کېدای شي روغتيا ته زيان ورسوي.

https://p.dw.com/p/35RsF
Symbolbild - Junge Frau beim Pudern im Badezimmer
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra Images

هغه کيمياوي مواد چې د آرايش په توکو، شامبو او صابونو او د ورځني ژوند په نورو شيانو کې موجود دي، کېدای شي د ښځو پر جنسي هورمونو اغيز وکړي. دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د ورجنيا ايالت د جيورج ماسن پوهنتون کارپوهانو تر يوې څېړنې وروسته کړې ده.

په دې څېړنه کې د ۱۴۳ ښځو چې د ۱۸ او ۴۴ کلنۍ ترمنځ وې، د ادرار تر ۵۰۰ زياتي نمومې څو کاله د هغو کيمياوي موادو له پاره معاينه شوې چې د سينگار په توکو کې موندل کيږي، لکه بينزوفينوس، پارابين او همدا راز بايسپينول ای او کلورو فينول. بينزوفينوس د الترا واېلت يا ماوارا بنفشي وړانگو د مخنيوي په توگه په سينگار توکو کې کارول کيږي.

د دې څيړنو په ترڅ کې وموندل شوه چې په داسې حال کې چې بينزوفينوس او همدا راز فينول د درو هورمونو ايستراديول، اف ايس ايچ او لوتاينزنگ مقدار ټيټوي، پارابين بيا ایستراديول لوړ کړي ول.

د څیړونکو په حواله په استروجن هارمونو پوري مربوطې ناروغتياوې د مثال په توگه په ښځو کې د سېنې سرطان کېدای شي د دې موادو د کارولو په نتیجه کې رامنځته شي.

Deutschland Bevölkerungsentwicklung Symbolbild
د پاکارۍ په توکو کې موجود مواد د ماشومانو د کولمو گټورې باکترياوې تغیرويانځور: picture-alliance/dpa

څيړونکي ډاکتر انا پولاک وويل: «څه چې موږ د دې څيړونو زده کړو دادي چې موږ بايد دې ته متوجه اوسو چې په سينگار او د نظافت په توکو کې کوم کيمياوي مواد کار شوي دي.»

د پاک کارۍ مواد ماشومان چاغوي

د کاناډا څيړونکو موندلې ده چې د پاک کارۍ مواد کېدای چې د کوچنيانو د کولمو پر گټورو  باکترياو اغیز وکړي او په دې توگه د هغوی د چاغښت سبب وگرځي.

څيړونکو تر ۷۰۰ زيات کوچنيان معاينه کړل او ویې موندله چې د درو تر څلورو مياشتنيو ماشومانو د کولمو په گټورو باکترياو کې هغه وخت بدلون رامنځته کيږي، چې په کورونو کې يې له ميکروب وژونکو موادو څخه زياته استفاده کيږي. په دې موادو کې د ښيښې د پاکولو او همدا راز نور د پاک کارۍ توکي شامل دي.

څيړونو ښوولې ده چې دغه ماشومان له درې کلنۍ څخه د هغو ماشومانو په پرتله چې په کورونو کې یې د پاک کارۍ له پاره کيمياوي مواد نه کارول کيږي، زيات د چاغيدو له گواښ سره مخامخ کيږي.

په کولمو کې د مختلفو گټورو باکترياوي شتون د انسان د روغتيا او ناروغتيا سبب کيږي. د روغتيا پر اصولو برابر ژوند د کولمو باکترياو ته مناسبه فضا برابروي.

Larisa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: