1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سولې په تړاو د عمران خان وړاندیز افغان سیاستوال په غوسه کړي

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

یوې پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکړی چې لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د سولې بهیر د بن ست د ماتیدو له پاره د موقتې ادارې رامنځ ته کیدل، د حل یوه ممکنه لاره بللې ده. دې څرګندونو په افغانستان کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3FfNa
Pakistan Isalamabad - Premierminister Imran Khan
انځور: picture-alliance/AA/Pakistan Prime Ministry Office

له پاکستان څخه خپریدونکي د «ایکسپرس ټریبیون» په نوم انګلیسي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې عمران خان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م د مارچ ۲۵مه) په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې د روانې پروسې د بن بست ماتولو یوه ممکنه لار په دې هیواد کې «د موقتې ادارې » رامنځ ته کیدل دي.

دې رسنۍ د عمران خان په حواله لیکلي دي: «افغان حکومت د سولې د پروسې په برخه کې خنډ وو چې پر دې يي ټینګار کاوه چې طالبان باید له دوی سره [مستقیمې] خبري وکړي.»

د عمران خان د خبرو اشاره د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د سولې روانو خبرو اترو ته ده. د تیر کال له پای راهیسې د امریکا د پخواني سفیر او د سولې په چارو کې د واشنګټن اوسني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په مشرتوب یو امریکایي پلاوی د طالبانو له استازو سره خبرې اترې کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره وموندي. خو په خبرو اترو کې د افغان حکومت کوم استازی شتون نه لري ځکه طالبان اوس هم له دې ډډه کوي چې له کابل سره مستقیمې خبرې وکړي. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اداره بیا ټینګار کوي چې د «با عزته او پایداره» سولې راتلو له پاره باید د سولې بهیر د افغانانو په مشري او د هغوی تر منځ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایکسپرس ټریبیون په رپوټ کې د عمران خان له قوله ویل شوي چې د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې یو بې طرفه موقتي حکومت موجود وي چې داسې آزاده او شفافه ټاکنې وکړي چې په ټول ښکیل اړخونه پکې برخه ولري. د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي: «دا چې د یوه مؤقت حکومت جوړیدل به څومره وخت ونیسي څو آزاده ټاکنې تر سره کړي، په هکله یي څه نه شم ویلی.»

ولسمشر غني په وار وار د یوې موقتې ادارې د رامنځ ته کیدو مخالفت کړی دی او پر ځای یې د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټنیګار کوي.

د عمران خان څرګندونو ته غبرګون

دا لومړی وار نه دی چې عمران خان په افغانستان کې د یوه نوي احتمالي حکومت د رامنځ ته کیدو خبره کوي. تر دې مخکې هغه همدا د مارچ میاشتې په نیمایي کې د باجوړ په سیمه کې دې ته ورته څرګندونې کړې وې.

د دې څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت یوه مستشار احضار کړی وو.

د عمران خان تازه څرګندونو ته هم د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح، سخت غبرګون ښوولی دی. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان د اساسي قانون لغوه کیدل او د دیموکراتیک سیستم تخریبدل د هغې لارې په توګه یاد کړي، څو په اصطلاح د سولې په بن بست کې پرمختګ وشي.»

د افغانستان ولسمشرۍ ته بل نوماند حنیف اتمر، هم د عمران خان څرګندونو ته غبرګون ښوولی دی. هغه په خپل ټویټ کې لیکلي دي: «د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له لوري وروستۍ څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ده. افغانستان یو خپلواکه هیواد دی او افغانان زموږ د هیواد د راتلونکي حکومت او سیاست په هکله پریکړه کولای شي، نه د ګاونډیو هیوادونو مشران.»

د افغانستان حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه د عمران خان د څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی.

(sr/ms (Express Tribune, AG