1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې په اړه د غني، خلیلزاد او ناټو موقفونه څه دي؟

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د امریکا او طالبانو مرکچیان پر کلیدي موضوعګانو باندي په «اصولو کې توافق» ته رسیدلي دي. ناټو بیا ټینګار کوي چې اوس مخکې له وخته ده چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خبري وشي.

https://p.dw.com/p/3CLxj
Afghanistan | Zalmay Khalilzad
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د سولي په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په داسې حال کې دغه څرګندوني کوي چې تیره اوونۍ یې په قطر کې د طالبانو له استازو سره اوږدې خبري وکړې. هغه په دې غونډه کې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره مستقیمي خبري اترې پیل کړي.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د سولې په بهیر کې به یې حقوق تر پښو لاندې نه شي. غني ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې باید له تدبیر څخه کار واخیستل شي چې بیا د تیر وخت اشتباه ګانې تکرار نه شي.

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې د سولې تړون د چوکاټ په اړه توافق ترلاسه شوی دی. د دې توافق له مخې یاغیانو ژمنه کړې ده چې د افغانستان خاوره به په راتلونکې کې د ترهګرو ډلو او اشخاصو له پاره په پټنځای نه بدلیږي.

د خلیلزاد په خبره دغه توافق کیدای شي له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو تمام شي، خو په بدل کې به یې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره خبرو اترو ته غاړه ږدي.

د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له خوا په يوه خپره شوې بیانیه کې د خلیلزاد په حواله راغلي دي: «موږ په خپلو بحثونو کې د مهمو موضوعګانو په برخه کې پرمختګ وکړ او په اصولو کې مو پر یو شمیر ډیرو مهمو موضوعګانو باندې توافق وکړ.»

خلیلزاد ویلي دي: «ډیر زیات نور کار هم باید وشي چې موږ وشو کړای ووایو چې په خپلو هڅو کې بریالي شوي یوو، خو زه فکر کوم چې د لومړي ځل له پاره ویلی شم چې موږ مهم پرمختګ وکړ.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان، ویلي دي چې هغه د خبرو اترو له پرمختګه خبر دی، خو په عین حال کې یې روښانه کړې ده چې تر اوسه پورې دې وزارت ته له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو امر نه دی شوی.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، هم په پنتاګون کې د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره تر یوې غونډې مخکې وویل چې زلمي خلیلزاد ورته د سولې د بهیر په اړه څو اوونۍ مخکې معلومات ورکړي او دا چې اوس له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه هر ډول بحث تر وخت مخکي خبره ده.

هغه وویل: «موږ په افغانستان کې يوو چې د سوله ایزو مذاکراتو په پایله کې د یوې حل لاري له پاره زمینه برابره کړو.»

د ناټو مشر ټینګار وکړ چې ځواکونه به یې تر هغه وخته پوري په افغانستان کې پاتې شي چې ورته اړتیا وي: «موږ به تر اړتیا د اوږدې مودې له پاره پاته نه شو، خو موږ به تر هغه وخته پوري له افغانستانه و نه وځو چې داسې شرایط و نه لرو چې موږ ته د دې وړتیا راکوي چې د ځواکونو شمیر کم کړو، پرته له دې چې د خپل حضور اصلي هدف له ګواښ سره مخامخ کړو او افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل شي.»

ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې اوس لا وختي دی چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه اټکلونه وشي، ځکه په خبره یې باید اوس «د سوله ایزې حل لارې ملاتړ وشي».

ولسمشر غني هم د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې افغانانو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به یې د هر ډول احتمالي ناورين مخه ونیسي. هغه زیاته کړه: «زموږ ژمنه دا ده چې سوله راولو او د هر ډول احتمالي ناورين مخه به ونیسو.»

غني د سولې په بهیر کې د خپل حکومت سرې کرښې هم روښانه کړې او زیاته یې کړه چې د ملي یووالي، ملي تمامیت او ارضي تمامیت په اړه بحث نه شي کیدای.

افغان ولسمشر پر طالبانو باندې غږ وکړي چې له حکومت سره جدي خبرې اترې پیل کړي. کابل تل ټینګار کوي چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرتوب او د هغوی تر منځ وي. خلیلزاد هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر همدې موضوع ټینګار کړی دی. هغه ویلي: «یو ناسم برداشت موجود دی چې افغانان [په دې بهیر کې] ښکیل نه دي. دا سمه نه ده. د افغانانو غږ هلته شته.»

خلیلزاد زیاته کړې: «موږ یو ځای کار کوو چې یوه ټول اړخيز اوربند ته ورسیږو. موږ له افغان حکومت او نړیوالو شریکانو سره کار کوو چې داسې میکانیزمونه وموندو چې دغو اهدافو ته ورسیږو.»

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی عبدالحکيم مجاهد چې اوس د سولې په عالي شورا کې کار کوي، په دې باور دی چې د قطر غونډي د دواړو اړخونو تر منځ ښه «تفاهم» رامنځ ته کړی دی، خو ټینګار یې کړی چې لا هم ډیرو مذاکراتو ته اړتیا شته.

مجاهد اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د افغانستان ستونزه ساده نه ده چې په یوه ورځ، اوونۍ یا میاشت کې حل شي. دا لا ډیر وخت او بحثونو ته اړتیا لري.»

طالبانو لا تر اوسه پورې هم نه ده منلي چې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته کښېنې. دغه ډله ټینګار کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تر موافقې وروسته به افغانان په خپله، خپلمنځنی ستونزې حل کړي.