د سولې مشورتي لویه جرګه پېل شوه
۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعهد افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «موږ واقعي سولې او ثبات ته اړتیا لرو، افغانستان اړتیا لري چې د حرکت مسیر یې صاف او شفاف وي تر څو زموږ ولس د خپل ځان او مال څخه مطمین اوسي او خپلو اولادونو ته د راتلونکی لپاره پلان او پروګرام جوړ کړي. خوشبختانه زموږ په ټولو ولایتونو کې د بحث اساسي محور بیا ودانول او په خپلو ملي شتمنیو اتکا ده.»
غني په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې د اساسي قانون پر اساس «د دغو ۴۰۰ بندیانو آزادیدل د افغانستان د جمهور رئیس په صلاحیت کې نه شته.»
د سولې مشورتي لویه جرګه چې د ټول هیواد څخه پکې په زرونو کسانو ګډون کوي په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې داسې مهال پېل شوه چې لا هم په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو خطر شته.
د غونډې په پېل کې د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د غونډې پر ګډونوالو د ویروس د خپریدو د مخنیوي په پار د ماسکونو د اغوستو او صحي تدابیرو د رعایتولو غږ وکړ.
که څه هم په پام کې وه چې د دغې جرګې مشري عبدالرب رسول سیاف وکړي، خو د صحي دلایلو له کبله یې تر یوې لنډې وینا وروسته د دغې جرګې د مشرۍ مسئولیت د ملي مصالحي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپاره او په خبره یې دا چې ډاکټر عبدالله د ملي مصالحي د عالي شورا په راس کې قرار لري، لویه جرګه هم باید مدیریت کړي.
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي دغه جرګه «د سولې د نیغو خبرو په وړاندې د وروستي خنډ د لیرې کولو له پاره» یو تاریخي فرصت بللی دی.
د دغې جرګې ګډونوال د ۴۰۰ طالب بندیانو چې خطرناک بلل شوي د آزادیدو په هکله بحثونه وکړي.