1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې عالي شورا: له طالبانو سره د ډزبندي د ټینګولو په لټه کې یو

۱۳۸۹ بهمن ۳۰, شنبه

له وسله والو زور پالو سره د روغې جوړې لپاره جوړه سوي د سولې عالي شورا د حکومت، بهرنیو ځواکونو او دولت ضد وسله والو تر منځ د یوه ډزبندي د نافظولو په لټه کې ده .

https://p.dw.com/p/R2Ob
انځور: AP

د افغانستان د سولې عالي شورا څو میاشتې دمخه د ولسمشر کرزي له لوري د پخلاینې د بهیر د ګړندي کولو لپآره جوړه سوي ده .

د دغې شورا لومړي مرستیال عبدالحکیم مجاهد ، سره له دي چی اوربند له ځينو شرایطو سره په تړاو کې وباله او ټینګار یې وکړ چی په دغه لاره کی هڅي رواني دي.

مجاهد چی یو مهال په نیویارک کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه دنده لرله اوس د پخلایني د دغه عمده خوځښت چې مشري یی برهان الدین رباني کوي، مرستیال دی.

مجاهد وایي د سولی د خبرو د پيل لپاره دواړه غاړي د امن چاپریال ته اړتیا لري او دغه کار هغه محال شونی دی چی د جګړې د ښکیلو غاړو تر منځ د یوې مودې لپاره اوربند وسي. نوموړي پدې هکله وويل:

« په افغانستان کې د عمومي اوربند لپاره باید د اعتماد فضا رامنځ ته سي، اوله مخالفینو سره باید تماس ونیول سي او د دغه تماس لپآره باید هغه خنډونه له لاري لري سي کوم چی اوس موجود دي، د سولي عالي شورا د دغو اړیکو د ټینګیدو لپاره هلي ځلي پیل کړي دي او اوږد مزل په مخکی دی.»

تر اوسه پوري طالبانو په رسمي توګه نده منلي چی دوي د سولې له عالي شورا سره تماسونه نیولي دي په داسي حال کی چی د دغی شورا د مشر په ګډون د شورا چارواکو څو څو ځله د یو شمیر طالب قوماندانانو له اړیکو خبر ورکړی .

ښاغلی مجاهد وايي چی د بګرام او ګوانتانامو له زندانونو څخه د دولت ضد وسله والو نه خلاصون او له تورو نوم لړونو څخه د هغوي د مشرانو د نومونو نه ایسته کول د سولې د بهیر پر وړاندي خنډونه جوړ کړي دي.

دغی شورا څو څو ځله له امریکي غوښتي چی د ګوانتانامو او بګرام په زندانونو کی بندي طالبان افغان دولت ته وسپاري خو تر اوسه پوري په عمل کی څه نه لیدل کیږي.

ښاغلی مجاهد هم همدا خبره کوي:

«د امریکا دولت د الفاظو په چوکاټ کی له مونږ سره خپله همکاري ښولي خو په عمل کی تر اوسه پوري هغوي زیاته همکاري نده ښولي او همدا دلیل دی چی وسله وال مخالفین په دغه پروسه باور نه کوي اوهغه یوه تبلیغاتي جګړه بولي او خپلو وسله والو مخالفتونو ته ادامه ورکوي.»

د امریکا له تور نوم لړ څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د بهرنیانو له زندانونوڅخه د هغوي د اسیرانو خلاصون او همدا راز له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو دمهال ویش ټاکل هغه غوښتني دي چی طالبان یې د سولې دخبرو لپآره خپل لومړي شرطونه بولي.

خو افغان حکومت او نړیوالو تر اوسه پوري په دغه لار کې عملي ګامونه ندي پورته کړي. افغان دولت څه موده دمخه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي وو چی د هغو یو شمیرطالب مشرانو نومونه له خپل تور نوم لړ څخه وباسي په کومو چی نړیوال بندیزونه لګول سوي دي. خو داسي ښکاري چی ملګرو ملتونو د افغان دولت دغي غوښتني ته تر اوسه د هو ځواب ندی ورکړی.

مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی