1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې خبرو ځنډېدل او د پاکستان نقش

۱۳۹۹ دی ۲۰, شنبه

د سولې خبرې په رسمي ډول د سه شنبې په ورځ بېرته پيل شوې، خو بيا تر شبنې ورځنډېدې. يو لامل يې دا دی چې د طالب مرکچيانو مشر، ملا برادر، او يو لوړپوړی امريکايي پوخي چارواکی په پاکستان کې ول.

https://p.dw.com/p/3niUH
Pakistan Islamabad | Treffen Premier Khan mit Taliban-Führern
انځور: Pakistan Prime minister office/AFP

د متحده آيالاتو يو لوړپوړی پوځي چارواکی په پاکستان کې وو او د دغه هېواد له ځواکمن پوځي مشرتابه سره يې د جمعې په ورځ‌ کتلي دي. د امريکايي سفارت د يوې خبرپاڼې په حواله د پاکستان د پوځ او د هند او پاسيفيک د سيمې د امنيتي چارو د معيين، ډيويډ هېلوي، تر منځ په کتنه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار وشو. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو «د تاوتريخوالي د کمولو پر اړتيا او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچيانو او طالبانو تر منځ د معنی دارو مذاکراتو پر بيا شروع کولو» خبرې وکړې.

هېلوي همداراز د پاکستان پوځ له لوی درستيز، ډګر جنرال ساحر شمشاد ميرزا، سره د خبرپاڼې په حواله په خبرو کې ويلي دي چې واشنګټن «له پاکستان سره يوه اوږدمهاله او د دواړو غاړو په ګټه امنيتي همکارۍ ته»‌ ژمن دی چې غواړي د تروريزم ضد ګډ کار پياوړی کړي. پاکستان پر طالبانو خورا ډېر نفوذ لري او د مذاکراتو مېز ته د هغوی په راوستلو کې کليدي نقش هم لرلی دی.

اسلام آباد په تکرار سره په افغانسان کې د تاوتريخوالي‌ د کمولو غږ کړی دی،‌ خو دا يې ورسره ويلي دي چې د افغان حکومت لوری بايد هم جګړه راکمه کړي. ملا عبدالغني برادر، يعنې د طالبانو هغه مشر چې د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ يې په فبرورۍ کې يو تړون لاسليک کړ او همداراز د طالبانو بل مشر مرکچي، ملا حکيم، تر چهارشنبې پورې په پاکستان کې ول، خو د هغوی د فعاليتونو په هکله ډېر څه معلوم شوي نه دي. د طالبانو مشرتابه يعنې د رهبرۍ شورا د پاکستان په کويټه ښار کې مېشته ده.

په قدرت کې د طالبانو د شريکولو په سر ناندرۍ

د متحده آيالاتو استازي، زلمي خليلزاد، دواړو لورو، يعنې افغان حکومت او طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې د سولې چانس دې له لاسه نه ورکوي او له ورسره سم يې اورکم غوښتی دی چې بيا يوه دايمي اوربند ته ښايي لاره هواره کړي. خو داسې ښکاري چې د طالبانو وياند، محمد نعيم، بيا د عاجل اوربند خبره رد کړې ده. نعيم د اسوشيتيد پرس خبري اژانس ته ويلي دي چې د خبرو اجنډا بايد لومړی وروستۍ کړل شي چې په خبره يې «هيڅ داسې دقيق وخت نه شته چې کله به د اوربند پر موضوع باندې پرېکړه کيږي.»

شنونکي وايي په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت اوربند ته ترجيح ورکوي،‌ طالبان بيا غواړي‌ پوه شي چې له جګړې وروسته د افغانستان نظام به څه وي او د قدرت د شريکولو يوه تړون ته هم انتظار وباسي. د سولې مذاکرات ښايي داسې يوه لارنقشه رامنځ ته کړي چې د جګړې وروسته طالبان په افغانستان کې يو سياسي رول هم ولري. خو افغان ولسمشر، اشرف غني، د افغاني رسنيو په حواله په روانه اوونۍ کې د طالبانو په ګډون د يوه موقت حکومت خبره رد کړې ده. غني همداراز له خليلزاد سره ونه کتل، په داسې حال کې چې نوموړي په روانه اوونۍ کې له کابل څخه ليدنه وکړه.

AP/ن ص/ا ا 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: