1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي عالي شورا نوی ميکانيزم جوړوي

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا غواړي چي یو داسي نوی میکانیزم رامنځ ته کړي چي له مخي ئې په دغه هيواد کي دننه د دولت مخالف وسله وال له سیاسي بهیر سره یو ځای کړي.

https://p.dw.com/p/15HZA
انځور: Reuters

د شورا یو شیمر غړو په کابل کي د یوې غونډي پرمهال پتېيلې ده چي د نوي میکانیزم په چوکاټ کي به د مخالفینو د را خپلولو له پاره د سیمي د هيوادونو له مرستي څخه هم کار اخلي.

دغه شورا چي له پخوانیو مجاهدینو، د طالبانو له لیکو د راجلا شویو قوماندانانو، د مدني ټولنو له یو شمیر غړو او سیاسي څیرو څخه جوړه ده په تیر یوه کال کي له ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ شوې ده.

د شورا د مشر صلاح الدین رباني په وینا، چي دوی به د سیمي یو شمیر هيوادونو ته چي گومان کیږي پر طالبانو به اغیز ولري خپل پلاوی استوي، چي د هغوی له مرستو څخه د طالبانو په پخلا کولو کي کار واخلي.

په دغو هیوادونو کي د سعودي عربستان، ترکمنستان، پاکستان، ایران او یو شمیر نورو عربي ملکونو لکه قطر، امارات او مالدیف شامل دي.

د سولي د عالي شورا د مشر په خبره، چي په کابل کي د اسیا د زړه هیوادونو په کنفرانس کي د گاونډیانو په گډون د نړۍ او سیمي ډیرو ملکونو د افغانستان د سولي د پروسې ملاتړ وکړ او دوی ډاډمن دي چي د گاونډيانو په مرسته به وکړای شي په دغه برخه کي مهم پرمختگونه وکړي.

د دغي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چي له ناراضیانو سره د خبرو د پروسې مشري د افغانانو ده او په هيواد کي دننه باید د اولسونو ملاتړ هم له ځان سره ولري:

«د سولي پروسه په گډه مخکي بیایو، که شورا ده، که مدني ټولنه ده، که پوهنتونونه دي، که پارلمان دئ، که سیاسي واحدونه دي او که نور ملي او ټولنیز شخصیتونه دي، د سولي پروسه د افغانانو ده.»

په افغانستان کي د سولي د پروسې پر وړاندي بېلا بېل خنډونه پراته دي. له یوه لوري وسله وال طالبان دغه شورا خپلواکه نه گڼي او له بلي خوا د شورا غړي هم مني چې د سمیي په کچه یو شمیر کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سوله واکمنه شي.

خو سره له دې هم شورا د پاکستان په گډون د افغانستان پر گاونډیانو ږغ کوي چي په دغه برخه کي ورسره ریښتینې مرسته وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل