1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي شورا: د بهرنيانو لاس وهنه د زغملو نه ده

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، چي په هيڅ صورت کي د طالبانو او حکومت له نورو وسله والو مخالفينو سره د سولي د پروسې په خبرو اترو کي د بهرنيانو لاس وهنه نه شي زغملای.

https://p.dw.com/p/13ZUa
د سولي د عالي شورا غړي
د سولي د عالي شورا غړيانځور: AP

د نوموړي شورا د بهرنيو چارو د څانګي مشر، محمد اسماعيل قاسميار د نړيوالو رسنيو د هغو رپوټونو په هکله غبرګون ښکاره کړی، چي وايي د امريکا متحده ايالات او ځيني نور هيوادونه په دې لټه کي دي چي له افغان حکومت څخه جلا د طالبانو سره يو جوړجاړي ته ورسيږي.

قاسميار وويل، چي په هر ډول خبرو اترو کي «افغان حکومت بايد مخکښ نقش ولري.» هغه يادونه وکړه چي پرته له دې:«د افغانستان د سولي په خبرو اترو کي هيڅ ډول بهرنۍ مداخله د منلو نه ده.»

خو قاسميار له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په مرکه کي د رسنيو د هغو رپوټونو پخلی وکړ، چي افغانستان چمتو دئ چي په يو بهرني هيواد کي د طالبانو سره د تماس او خبرو اترو له پاره يو دفتر ومني.

هغه ووويل:«د دې له پاره چي د سولي له پروسې سره مرسته وشي، دولت او د سولي عالي شورا د دې مخالف نه دي چي په قطر کي د طالبانو او حکومت د نورو وسله والو مخالفينو د مشرانو له پاره د يو مشخص آدرس په توګه يو دفتر پرانيستل شي.»

د سولي عالي شورا نن وويل چي د بهرنيو هيوادونو د سفارتونو په نامه ئې يو ليک استولی، چي په هغه کي ئې په يو اسلامي هيواد کي د طالبانو د يو دفتر د پرانيستلو سره په مشروطه توګه موافقه کړې ده.

«دا دفتر بايد يوازي او يوازي د سولي د خبرو اترو له پاره وي، نه د طالبانو د سياسي فعاليتونو او يا تبليغانو له پاره»

تر دې مخکي رپوټ ورکړل شوی وو، چي د قطر هيواد چمتو دئ په دوحه کي د طالبانو له پاره يو دفتر پرانيزي.

چارواکي وايي چي افغان حکومت د هغو رپوټونو په هکله هم انديښنه ښودلې چي متحده ايالات له طالبانو سره د خبرو اترو د مقدمې په توګه قطر ته د ګوانتانامو د افغان بنديانو د يوې کوچنۍ ډلي د لېږلو تصميم هم لري.

د افغانستان حکومت د دې پلان مخالفت کړی، چي پردي هيواد ته افغان بنديان واستول شي. يو چارواکي چي د رويترز خبري آژانس سره د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط خبري کړي ويلي دي:«موږ يو خپلواک دولت يو، موږ قانون لرو، څرنګه کېدای شي چي زموږ بنديان يو بل هيواد ته وليږدول شي. دا چي هغوئ په ګوانتانامو کي ساتل کيږي، دا په خپله يوه سرغرړونه ده.»

د سولي په پروسه کي د طالبانو د شموليت پر سر د کابل او واشنګټن تر منځ لانجه د افغانستان د کړکېچ د سياسي حل له پاره يو غټه ننګونه را پيدا کړې.

دا په داسي حال کي ده چي لويديځ له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د خپلو جنګي سرتيرو د ايستلو له پاره هلي ځلي لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل