1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پوځ د هیواد په شمال کې د کردانو ملاتړ کوي

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د سوریې په شمال کې د ترکیې تر پوځي عملياتو وروسته کردي ملیشې مخ پر زیاتیدونکي ډول ځان په ناهیلي کوونکي وضعيت کې ویني. اوس د دمشق حکومت، سیمي ته خپل ځواکونه استوي.

https://p.dw.com/p/3RESa
Syrien Regierung Armee ARCHIV
انځور: picture-alliance/dpa/Str

د دغه ګام پر سر د بشارالاسد حکومت او کردي ملیشو د انقرې پر ضد توافق کړی چې د تیرې چهارشنبې په ورځ یې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل. دغه توافق د کردانو نهیلي ښيې چې له دغه سیمې څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یې هلته خپل مهم متحد له لاسه ورکړی دی.

د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، د رپوټ له مخې «پوځ به د دغه هیواد په شمال کې «د سوریې پر خاوره د ترکیې د تيري پر وړاندې مقابله وکړي.» خو یاد خبري آژانس په دې هکله نور هیڅ جزئیات نه دي ورکړي. د یوه لبناني تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې سوریایي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د ترکیې پولې ته استول شوي دی.

په عین وخت کې د فرانسې حکومت هم د یو شمیر اقداماتو اعلان کړی دی، څو د سوریې په شمال کې د فرانسوي عسکرو او ملکیانو امنیت خوندي کړي.

د دفاعي کابینې تر بیړنۍ غونډې وروسته د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې «په راتلونکو ساعتونو کې به» په داسې اقداماتو پیل وشي چې فرانسوي ځواکونه او ملکي کسان خوندي کړي، چې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې جنګیږي او یا هم په سیمه کې بشري مرستې تر سره کوي.

کله چې دښمن باید په دوست واوړي

په سیمه کې کردي خپلواکمنې ادارې له دمشق سره د توافق په هکله ویلي دي: «په تیرو پنځو ورځو کې د بې وسلې ملکیانو پر وړاندې ډارونکي جنایتونه تر سره شوي دي. موږ باید د سوریې له حکومت سره مذاکرات وکړو، چې د هیواد د پولو او د سوریې د ملي حاکمیت د ساتلو دنده لري.»

زیاته شوې ده چې حکومتي ځواکونه باید د سوریې د دیموکراتيک ځواک (اس ډي اف) سره په دې کې مرسته وکړي چې د ترکیې له پوځ او متحده ملیشو له خوا نیول شوي سیمې بیرته آزادي کړي.

په ۲۰۱۱م کال کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو سره د سوریې پوځ د هیواد له شمال څخه خپل ډیر ځواکونه وایستل. په دغه ځای کې د ډیرو سیمو کنترول کردي ځواکونو تر لاسه کړ او په ۲۰۱۴م کال کې یې یوه خپله اداره رامنځ ته کړه. په نړیواله کچه د خپلواکمنۍ دغې هڅې په رسمیت نه پيژندل کیږي، خو د سوریې په شمال ختیځ کې په ډیری سیمو کې د اسد حکومت اوسمهال کوم واک نه لري.

روسان هم د کردانو مرسته کوي؟

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د فعالانو په وینا کردي سیمو ته د سوريې د پوځ د لیږلو توافق له روسیې سره په ګډه شوی دی، کوم چې د اسد قوي ملاتړي ده. خو مسکو په دې هکله څه نه دي ویلي، چې روسي ځواکونه به د سوریې په شمال کې د ځواکونو ملاتړ وکړي که نه.

د ترکیې له خوا د پوځي عملياتو د ګواښ په پام کې نیولو سره د سوریې پوځ د کردي ملیشو په غوښتنه د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې د ترکیې پولې ته پرتې سیمې منبج ته خپل ځواکونه استولي وو.

ترکیې تیره اوونۍ له پخوا څخه پلان شوي پوځي عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د ګډې پولې په اوږدو کې د سوریې سیمې تر برید لاندې ونیول شوې. انقره په دغه ځای کې کردي ملیشې د منع کړی شوي کردي کارګر ګوند څانګه انګیري او په دې سره یو ترهګر سازمان ګڼي.

تر دې دمخه امریکا متحده ایالاتو له دغه سیمې څخه خپل ځواکونه وایستل، که څه هم کردي ولسي واحدونو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواک د داعش پر ضد جګړه کې د متحده ایالاتو مهم متحد وو.

دمشق په تیرو وختونو کې له متحده ایالاتو سره د ائتلاف له کبله پر کردانو باندې د خیانت تور پورې کاوه. پر دې سربیره د سوریې حکومت غواړي چې کردي سیمې بیرته تر خپل کنترول لاندې راولي.

(sr/nz (dpa, afp, rtr

زموږ له آرشیف څخه: