1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په هکله امریکا ته د روسیې خبرداری

۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالات د سوریې په دوما ښار کې د زهرجن ګاز د شکمن برید په تړاو د یوه پوځي غبرګون خبره نه ردوي. خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي ویلي دي چې دغه ډول یو اقدام به «سخت عواقب» ولري.

https://p.dw.com/p/2vkpV
USA Sitzung des UN-Sicherheitsrats in New York
انځور: Reuters/B. McDermid

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وسیلي نبینزیا، په نیویارک کې د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل د دې له پاره چې د سوریې پر وړاندې به د درواغو په پلمه وسله وال بریدونه «سخت عواقب» ولري. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ له لویدیځ څخه غواړو چې له جنګي څرګندونو لاس واخلي.» د هغه په خبره مسکو، واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی چې د سوریې په خاوره به د روسي عسکرو پر وړاندې کوم خطر و نه زغمل شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري نیکي هیلې په دغه غونډه کې د خپل هیواد له لوري د پوځي غبرګون ګواښ یو ځل بیا تکرار کړ. هغې وویل چې موږ هغه شیبې ته رسیدلي یو چې په سوریه کې د عدالت پلي کیدل تر سره شي. نیکي هیلي په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې روسیه او ایران د سوریې په اډو کې پوځي مشاورین لري: «کله چې سوریه ملکي خلک بمباري کوي، نو دا کار د روسیې په مرسته کوي.»

USA Sitzung des UN-Sicherheitsrats in New York - Vasily Nebenzya
په ملګرو ملتونو کې د روسیي سفیر وسیلي نبینزیاانځور: Reuters/B. McDermid

متحده ایالات د امنیت شورا کې د یوه پریکړه د وړاندې کولو له پاره کوي، چې په ترڅ کې یې د کیمیاوي وسلو د استعمال پر وړاندې د ملګرو ملتونو د څیړنو د بې پرې میکانیزم غوښتنه کوي. خو روسیه دغه څه ردوي. نبینزیا وایي چې د دغې مسودې محتوا د نه منلو وړ مواد لري.

ترمپ غواړي ژر غبرګون وښيي

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازی د سوریې متحدین د شکمن زهرجن ګاز د برید له پاره مسوول ګڼي. د هغه په خبره روسیه او ایران د سوریې پوځي ملاتړ کوي او هیڅ کومه سوریایي الوتکه خپلو روسي متحدینو ته د معلوماتو ورکولو پرته الوتنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا متحده ایالات، فرانسې، بریتانیې او د نورو شپږو هیوادونو په غوښتنه د سوریې په دوما ښار کې د شکمن زهرجن ګاز د برید په تړاو سلا مشوري کوي. د رپوټونو له مخې په دوما ښار کې د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري د شنبې په ورځ د یاغیانو په پاخه سنګر دوما کې له زهرجن ګاز څخه استفاده کړې ده. د فعالانو په وینا په دغه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات بیا ټپیان دي.

USA Sitzung des UN-Sicherheitsrats in New York
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره نیکي هیلېانځور: Reuters/B. McDermid

سپینه ماڼۍ یو ځل بیا د «دغه کړنو» له پاره مسکو ګرم ګڼي. د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې سارا سندرز په خبره «دغه کار به د هغوی له مادي ملاتړ پرته ممکن نه وای.»

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تر دې دمخه د نوموړي شکمن زهرجن ګاز برید په تړاو د یوه چټک غبرګون ښوولو اعلان کړی وو. هغه ویلي دي چې حکومت به یې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په دې هکله یوې پریکړې ته ورسیږي. هغه غواړي چې له خپلو پوځي سلاکارانو سره د احتمالي اقداماتو په هکله خبرې وکړي. د هغه په خبره په ټولو انتخابونو به غور وشي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس هم ورته څرګندوني کړي دي.

ترمپ د «ایستر» یا د « عیدالقیام» د رخصتیو پر مهال ویلي وو، چې په سوریه کې ژر خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي. خو له هغې لږ څه وروسته سپينې ماڼۍ وویل چې عسکر به یې په مؤقتي توګه په دغه کورنۍ جګړه ځپلي هیواد کې پاتې شي.