1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې رژيم پر ضد د اقدام کولو غوښتنه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

د عرب لیگ غړو هیوادونو په پریکړه لیک کي پر نړیوالې ټولنې باندي غږ شوی دی چې د سوریې د رژیم پر وړاندې «لازم اقدامات» وکړي. دغه پریکړه لیک په سوريه کې د زهرجن گاز تر احتمالي استعمال وروسته خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/19aB8
Arab foreign ministers arrive and welcome with each other to an emergency meeting to discuss the Syrian crisis and the potential military strike on President Bashar al-Assad's regime, at the Arab League headquarters in Cairo, September 1, 2013. Arab states on Sunday urged the international community to take action against the Syrian government over a chemical gas attack that killed hundreds of civilians. REUTERS/Amr Abdallah Dalsh (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST), eingestellt von haz
Arabische Liga - Syrienانځور: Reuters

د عرب لیگ د بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په ورځ په قاهره کې پر یوې پریکړي باندې موافقه وگړه چې پکې له ملگرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي دي چې «په سوريه کې د دغه هیواد د رژیم له خوا د ترسره شویو جنایتونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.» په دغه بیانیه کې په واضیح ډول پر سوریې باندې د یوه بهرني پوځي برید غوښتنه نه ده شوې.

د عرب لیگ د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د سوریې د بریدونو مسوولین باید د جنگي مجرمینو په توگه په نړیوالو محکمو کي محاکمه شي. په دغه پریکړه لیک کې د روان کال د اگست میاشت په ۲۱ نیټه دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو دوو احتمالي بریدونو ته هم اشاره شوې وه. د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې د دغو بریدونو یوازې غندل کافي نه دي.

د سعود عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفيصل بن عبد العزيز آل سعو، په دې اړه وویل: «که د یوه نړیوال اقدام مخه ونیوله شي نو دا به یوازې دمشق دې ته وهڅوي چې په راتلونکې کې د عام وژني د سلاحو له کارولو سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.»

داسې اټکل کیږي چې امریکا متحده ایالات د اسد رژیم پر وړاندې د یوه پوځي محدود برید له پاره چمتوالی نیسي. د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما، په دې اړه وروستی پریکړه د خپل هیواد پارلمان ته استولې ده. په دې ترتیب سره ښايي په قوي احتمال د امریکا ګانګریس پر سوریې باندې د یوه امریکايي برید په اړه تر خپلو رخصتیو وروسته د سپتمبر میاشتې پر نهمه نیټه وکړي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي ول چې د اګست میاشتې د ۲۱ نیټه د برید په اړه له سیمه څخه ترلاسه شوي شواهد د زهرجن ګار استعمال اثباتوي.

په عرب لیک کې د پریکړه لیک پر ضد لږ مخالفت

عرب لیګ په ټولیز ډول د اسد پر رژیم باندې نیوکې کوي. خو ځینو هیوادونو بیا هم د دغه لیګ د یکشنبې ورځې د اعلامیې ملاتړ و نه کړ. په دغو هیوادونو کې لیبنان، عراق او الجزایر شامل ول. خو په خپله د سوریې رژیم له دغه لیګ څخه په دې هیواد کې د ۲۰۱۱ کال تر نا آرامیو وروسته ایستل شوی دی.

د عرب لیګ د وروستۍ غونډې کوربه هیواد مصر، بیا د دغه پریکړه لیک مخالفت ونه کړه. دا په داسې حالې کې ده چې د مصر اوسنی موقت حکومت په سوريه کې د بهرنۍ پوځي مداخلي مخالفت کوي.

د سوریې د پاڅونکوونکو د ملي ایتلاف مشر احمد العاصي الجربا، د عرب لیک د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډي ته وویل: «زه نن ستاسو مخ ته ولاړ یم او د قوي او موثر ملاتړ غوښتنه کوم چې تاسو د [سوریې] د رژیم د وژونکي ماشین، ترهگرۍ او د خلکو د وژنې پر ضد د یوه پوځي برید ملاتړ وکړئ.»