1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې جهاديانو پر موسيقۍ او سګريټو بنديز لګولی

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱, سه‌شنبه

د «عراق او شام اسلامي دولت» په نامه جهادیانو د عراق په «الرقه» ښار کې پر موسیقۍ او سگریټو باندي بندیز لگولی دی. دا کار هغوی د پاڅون کوونکو له نورو ډلو سره تر څو ورځنۍ جگړې وروسته د دغه ښارگوټي تر ولکې وروسته کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Au9P
انځور: picture-alliance/dpa

د عراق او شام اسلامي دولت په نوم ډلي چې انگلیسي مخفف یې (ISIL) دی ویلي دي چې دوی پریکړه کړې ده «چې د موسیقۍ د سي ډي او موسیقي غږونکو آلاتو پر خرڅلاو او همداشان په موټرو، سرویسونو، دوکانونو او نورو ټولو ځایونو کې د سندرو پر اوریدلو بندیز ولگوي.» دغه بیانیه د نوموړي جهادي ډلې په انټرنیټ پاڼه کي خپره شوې ده چې د «رقه ښار د والي له لوري لاسلیک شوې ده.»

دغي ډلي په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده چې دغه گام یې ځکه اخيستی دی چې د موسیقۍ آلات او سندري ویل په اسلام کې منع شوي دي «ځکه چې دغه کار سړی د خدای او قرآن له ذکره منحرفوي.»

په دوهمه بیانیه کې بیا دغي ډلي ویلي دي چې «د اسلامي شریعت د نافذولو له پاره» د هڅو د یوې برخي په توگه «په ټولو ځایونو کې په بشپړه توگه د سگریټو او یا هم د چلمانو پر خرڅلاو باندي بندیز دی.»

دغسي بندیزونه په افغانستان کې تر ۲۰۰۱ کاله پوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم لگول شوي ول. هغه مهال پر تلویزون، سینما او موسیقۍ اوریدلو باندي بندیز لگول شوی وو.

د «عراق او شام اسلامي دولت» په نوم ډله د سوریې د اپوزیسیون د نورو ډلو او فعالینو سره دښمني کوي، ځکه چې هغوی دغه ډله په دې تورنوي چې تر خپلي ولکې لاندي ځایونه د ترور په ځالو بدلوي.

د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د دغي ډلی کړني د اپوزیسیون د پیاوړو ډلو له سخت غبرگون سره مخامخ شوې او د سوریې په شمال کې په ځینو سیمو کې د سوریې د پاڅون کوونکو او دغي ډلی تر منځ جگړه ادامه لري.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنورۍ۲۰) ویلي دي چې جهادي ډله «د یکشنبې په ورځ په نیمه شپه له لوېدیځ ښار حلب څخه وتلې ده او خپل ځایونه یې تخلیه کړي دي.»

همداشان د بشري حقونو د څار ټولني په حلب ولایت کې د عزاز ښار په اطرافو کې د جهادیانو او پاڅون کوونکو تر منځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړي دي. دغه ځای د ترکیې پولې ته څرمه پروت دی.

په عین وخت کې حکومتي ځواکونو په ټول هیواد کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی. لندن د بشري حقونو سوریایي ټولنه چې په سوریه کې د فعالینو او ډاکټرانو د شبکې د معلوماتو په حواله خپل رپوټونه چمتو کوي ویلي دي، چې د ټول حلب ولایت په کچه او همداشان په سویلي ولایت درعه کې د حکومت له خوا د هوایي بریدونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ ۴۴ تنه وژل شوي دي چې ۱۶ تنه پکښې کوچنيان هم شامل دي.

دغي ټولني وړاندي زیاته کړې ده چې په درعه ښار کې د دوشنبې په ورځ هوایي برید نور پنځه تنه وژلي دي.