1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي ولیعهد د ترمپ د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

د سعودي عربستان ولیهد محمد بن سلمان د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د څرګندونو په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی. محمد بن سلمان ویلي چې د ریاض حکومت له امریکا سره د اړیکو له پيل راهیسې د پیرل شویو وسلو قیمت ادا کړې دی.

https://p.dw.com/p/365WD
USA Mohammed bin Salman, Kronprinz Saudi-Arabien & Donald Trump in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

تیره اوونۍ د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي وو چې د سعودي عربستان واکمنان بې د امریکا له نظامي مرستو څخه دوه اونۍ هم په قدرت کې نه شي پاتې کیدلی، نو له دې امله سعودي عربستان باید د دې حفاظت په بدل کې امریکا ته پيسې ورکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تیره شپه له بلومبرګ رسنۍ سره په مرکه کې د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکو کې د کوم ممکنه درز شتون په ظاهره کې بې ارزښته ښکاره کړ او ويې ویل چې د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې مستحکمې دي.

محمد بن سلمان وویل: «دا حقیقت باید ومنل شي چې هر دوست به ښې خبرې هم کوي او بدې هم. تاسې دا توقع نه شئ کولی چې یو دوست دې تل ستاسې په هکله سل په سلو کې ښې خبرې وکړي. د دوستانو تر منځ غلط فهمیانې هم وي، نو له همدې امله دغه څرګندونې موږ همداسې په خپل ځای پریږدو».

د سعودي ولیعهد دا هم وویل چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال امریکا په سیمه کې د سعودي عربستان د ګټو ضد کار وکړ، خو اوس به دوی د ترمپ له حکومت سره په ګډه په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

سعودي عربستان په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی. محمد بن سلمان تیره ورځ په یوه مرکه کې ویلي وو چې ریاض له واشنګټن سره ژمنه کړې وه چې پر تهران د بندیزونو تر لګولو وروسته به په نړیواله کچه د تیلو د اړتیا پوره کولو په برخه کې خپل رول ولوبوي او خپله ژمنه یې پوره کړې ده.

په دې اړه زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: