1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي یاغیان سعودي ته د رسیدو هڅه کوي

۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

د یمن او سعودي عربستان په سرحدونو کې په وار وار سره جگړی او نښتې رامنځته شوې دي. د سعودي عربستان د هوایې بمبارۍ د ځواب په توگه حوثي یاغیان په ډیر شدت سره جگړه د یمن د دغه گاونډي هیواد په لور لیږدوي.

https://p.dw.com/p/1FsbY
انځور: Reuters/K. Abdullah

د یمن حوثي یاغیان ادعا کوي چې د گاونډي هیواد سعودي عربستان په دوو ښارونو کې یې بریدونه ترسره کړي دي. د سبا په نامه د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندی یوې خبري سرچینې ویلي دي چې د سعودي عربستان په نجران او جازان ښارونو کې یې د بریدونو په ترڅ کې د دغه هیواد ډیر شمیر سرتیري وژلې او ټپیان کړي دي.

د نورو ځایونو تر څنگ د جازان پر هوایې ډگر او پوځي تاسیساتو هم غوغندي توغول شوې دي. د مارچ ماشتې له پای څخه د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو پوځي ائتلاف له خوا په گاونډي هیواد یمن کې پر حوثي شعیه یاغیانو هوایې بمبارۍ جریان لري.

په دې ترڅ کې یوازی د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۶ تنه یمنیان وژل شوې دي. سربیره پر دې د دواړو هیوادونو په سرحدي پوله کې په وار وار سره د حوثي یاغیانو او سعودي ځواکونو ترمنځ نښتې او جگړې رامنځته شوې دي.

د حوثي شعیه یاغیانو جنگیالي د یمن د پخواني ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو پر ضد جنگیږي. ویل کیږي چې دغه جگړه د سني پلوه سعودي عربستان او ایران چې د شعیه مذهبو پلوې دی ترمنځ یوه نیابتي جگړه ده. سعودي عربستان د یمن د پخواني ولسمشر منصور هادي د ځواکونو ملاتړ کوي، او ایران چې ځان د شعیه گانو ساتونکی او محافظ بولي په یمن کې له حوثي شعیه گانو ملاتړ کوي.

د القاعدی پر ملاتړ کوونکو د بې پیلوټه الوتکو برید

بل لور ته پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې اټکل کیږي د امریکایې ځواکونو له خوا به ترسره شوې وي څلور تنه وژل شوې دي. په موټر کې له سپرو کسانو څخه یو یې د سعودي عربستان، بل یې د کویت او پاتې دوه تنه نور یې د یمن اتباع ول چې ویل کیږي د القاعدی ترهگرې شبکې پوری یې تړاو درلود.

د تیرو څو ورځو په ترڅ کې د یمن په موکالا ولایت کې د القاعدې شبکې د احتمالي رهبرې د غړو پر وړاندی د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره شوې دي.

یو ورځ مخکې تر دې امریکا متحده ایالاتو د روژۍ مبارکې میاشتې په احترام په یمن کې په ښکیلو اړخونو د اوربند غږ کړی وو. په واشنگټن کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا ډول«بشردوستانه اوربند» به نړیوال مرستندویه سازمانونو ته دا امکانات برابر کړي چې سیمې ته بیړنۍ مرستې لکه خوراکي توکي، درمل او د څون توکي ورسوي. ملگرو ملتونو د خلیج جگړه دریمه درجه «انساني ناورین» بللی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب