1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان پاچا عبدالله مړ شو

rtr, afp, dpa۱۳۹۳ بهمن ۳, جمعه

د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن عبدالعزیز السعود، د ۹۱ کلنو په عمر مړ شو. د هغه ناسکه ورور ولیعهد سلمان د هغه ځای ناستی ټاکل شوی دی. عبدالله بن سعود له ډیرې مودې راهیسې ناروغه وو.

https://p.dw.com/p/1EPN9
انځور: Reuters/Z. Abd Halim

عبدالله بن عبدالعزیر السعود چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ په تاریخ کې له محبوبو پاچاهانو څخه شمیرل کیدل مړ شو. په ۲۰۰۵م کال کې د ملک فهد تر مړیني وروسته دی پاچا شوی وو. د پولیسو د سخت چلن تر څنگ د ده محبوبیت ښایي په دې کې ونډه لرلي وي چې په ۲۰۱۱م کال کې په عربي نیمه ټاپو کې په اصطلاح د «عربي پسرلي» پر مهال د دغې واکمنۍ کورنۍ پر ضد په سترو احتجاجونو لاس پورې نه شو.

د سعودي عربستان شاهي ماڼۍ د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې خبر ورکړی وو چې پاچا عبدالله د سږو د ناروغیو له کبله په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی. له ډیرې مودې راهیسې د عبدالله روغتیایي وضعیت ښه نه وو.

ویل کیږي چې عبدالله دینداره سړی وو او په ځوانۍ کې د لویدیځ تر نفوذ لاندې راغی او په وروستیو کلونو کې هغه ته د «سعودیانو د اکثریت په پرتله د یوه پرمختللي» شخصیت خطاب کیده. د نفوذ لرونکي اسلامي علماوو د ارادې پر خلاف هغه په ۲۰۰۹م کال کې د ملک عبدالله پوهنتون تأسیس کړ، چې په کې ښځې او سړي په گډه زده کړې او څیړنې تر سره کوي. همداشان هغه په ۲۰۱۳م کال کې د لومړي ځل له پاره ښځې د شوری مجلس د غړو په توگه وټاکلې.

د پاچا عبدالله ناسکه ورور ولیعهد سلمان د هغه ځای ناستی ټاکل شوی
د پاچا عبدالله ناسکه ورور ولیعهد سلمان د هغه ځای ناستی ټاکل شویانځور: Reuters/L. Zhang

ویل کیږي چې د بدوي دود په نظر کې نیولو سره عبدالله به له خپل ولس سره په ځیني مواردو کې په مستقیمه توگه خبرې کولې. ډیری سعودي وگړي چې د دغه هیواد له د قضا له لوري د غیرعادلانه چلن احساس کوي خپلې عریضې یې پاچا ته وړاندې کولې. او یو شمیر کسان پر دې بریالي شوي هم وو.

عبدالله د سعودي عربستان د دولت د بنسټ ایښودونکي ملک عبدالعزیز (ابن السعود) زوی وو. د بېلابیلو معلوماتو له مخې عبدالله په ۱۹۲۳ او یا هم په ۱۹۲۴م کال کې زیږیدلی وو. خو د هغې د زیږیدنې د دقیقې نېټې په هکله معلومات نه شته.

د ملک فهد د ژوندانه په وروستیو کلونو کې چې ډیر ناروغه وو عبدالله به د ولیعهد په توگه په رسمي غونډو کې د هغه استازیتوب کاوه. ویل کیږي چې له هغه وخت راهیسي ده د لیبیا د راپرځول شوي واکمن معمرالقذافي سره یو ډول شخصي دښمني لرله. پاچا عبدالله او د لېبیا د هغه وخت واکمن معمرالقذافي په ۲۰۰۹م کال کې د عربي هیوادونو په سرمشریزه کې د یو بل پر وړاندې په څرگند ډول د سپکاوي وړ الفاظ کارولي وو.

پاچا عبدالله، له پاپ سره د لیدنې کتنې پر مهال
پاچا عبدالله، له پاپ سره د لیدنې کتنې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

پر دې سربیره عبدالله د منځگړتوب د هڅو او نوښتونو د یوه ماهر شخص په توگه هم گڼل کیده. په ۲۰۰۲م کال کې عبدالله په منځني ختیځ کې د سولې یو نوښت وړاندې کړی وو چې د ټولو عربي هیوادونو له لوري منل شوی وو. پر ده سربیره هغه د حماس او فتح ډلو تر منځ د قدرت پر سر د مبارزې په ترڅ کې د منځگړتوب هڅه کړې وه. عبدالله چې د «حرم الشریفین» د خادم لقب ورکړل شوی وو د ۲۰۰۸م کال د نومبر په میاشت کې په واټیکان کې له پاپ بېنډیکټ ۱۶ سره لیدلي وو.

د عبدالله ناسکه ورور ولیعهد سلمان، د هغه ځای ناستې ټاکل شوی دی. ۷۹ کلن سلمان د پاچا عبدالعزیز د خوږې میرمنې حصة بنت احمد السدیري اووم زوی دی.