1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د سرطان د درملنې په برخه کې ډېر ژر د ښه خبر تمه

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

په خټه ترکي طبي ساينس پوه اوګور شاهين او مېرمنې یې اوزلم تورجي ويلي دي چې نړۍ به په يو څو کلونو کې د سرطان مرض پر وړاندې واکسين ولري.

https://p.dw.com/p/4ITci
پروفيسور اوګور شاهين او میرمن یې اوزلم تورجي په ۲۰۰۸م کال کې د بايونتېک بنسټ ايښې وو
پروفيسور اوګور شاهين او میرمن یې اوزلم تورجي په ۲۰۰۸م کال کې د بايونتېک بنسټ ايښې ووانځور: Ansgar Pudenz/Deutscher Zukunftspreis

په خپله یوه تازه مرکه کې دواړو ساينس پوهانو ويلي دي چې د سرطان د حجراتو په له منځه وړولو کې د مرسته له پاره د کووید ۱۹ د واکسين د ام آر ان ای تخنيک بيا ځلي کارول کيدلی شي. دوی زياته کړې چې د دې لارې رامنځته شوی واکسين به په ټوله نړۍ کې د سرطان د مريضان درملنه ښايي ممکنه کړي.

يوې نوي څېړني د سرطان اصلي عوامل په ګوته کړي

اوګور شاهين او مېرمن یې اوزلم تورجي، چې د بايونتېک د آلماني شرکت او فايرز له امريکايي شرکت سره یې په ګډه د کرونا پر ضد د «ام آر ان ای» واکسين جوړ کړی وو، وويل چې داسې بريالۍ تجربې یې ترسره کړي چې پايلو یې دا اميد را ټوکولی چې په راتلونکو کلونو کې به د سرطان پر ضد هم موثره واکسين ولرو.

د ام آر ان ای تکنالوژي

په خپله تازه مرکه کې پروفیسورې اوزلم تورجي وويل چې د بايونتېک د کوويد واکسين د کشف په ترڅ کې دا خبره واضح شوې ده چې د میسنجر يا ام آر ان ای د تخنيک په بيا ځلي کارولو سره د سرطان پر ضد يو اغیزمن واکسين جوړيدلای شي، ځکه چې د ذکر شوي واکسين د تجربو په ترڅ کې پکې د بدن د اميني سيستم په مرسته د کرونا پر ځای د سرطان پر حجرو د بريد وړتيا ليدل شوې ده.

د ام آر ان ای تکنالوژۍ په بيا ځلي کارولو سره د سرطان د واکسين جوړولو هڅې
د ام آر ان ای تکنالوژۍ په بيا ځلي کارولو سره د سرطان د واکسين جوړولو هڅېانځور: New Docs

د دې پوښتنې په ځواب کې د ام آر ان ای د سرطان واکسين به کله چمتو کړل شي؟ پروفيسور شاهين وويل: «د ۲۰۳۰م کال تر مخه.»

نوموړي په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل: «د سرطان درملنه او يا د سرطان د مريضانو ژوند ته تغير ورکول، ډېر نژدي دي.» هغه زياته کړه چې د سرطان پر ضد دا واکسين کيدای شي د ۲۰۳۰م کال د مخه په پراخه کچه چمتو شي.

د ويني په تيست سره د سرطان تشخيص- آيا واقعاً امکان لري؟

دې جوړې چې په خټه ترکان دي، په ۲۰۰۸م کال یې د بايونتېک شرکت بنسټ ايښي وو. د دوی اصلي هدف د سرطان ضد د انفرادي اميون تراپي يا ايمني درملنې کشفولو وو. خو کله چې د کرونا وبا خپره شوه نو دوی د کوويد ۱۹ د واکسينو رامنځته کولو په موخه د ام آر ان ای تکنالوژي په کار واچوله.

د سرطان بېل ډولونه او د ام آر ان ای واکسين

د درملو د آلماني شرکت بايونتېک دا ساينس پوهان تمه لري چې له دې لارې به د کولمو د سرطان، د ميلانو يا تورې رسولۍ او د سرطان د نورو ډولو درملنه ممکنه وي.

د سرطان حجرې چې کوم ټيومر يا رسولۍ جوړوي، هغه د پروټینو په بېلا بېلو ډولونو ډکوي نو له دې کبله د داسې يوه واکسين تیارول ډېر ستونزمن کار دی چې د سرطان ټولې حجرې په نخښه کړي خو روغو انساجو ته زيان ونه رسوي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو، آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه: