1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ساموس کمپ ته څېرمه د اور لګيدل

۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د يونان د ليسبوس ټاپو د موریا کمپ کي د اور لګيدو پېښه د نړيوالو رسنيو د خبرونو سرټکي وگرځيده. د سه شنبې په ماښام د يونان په يوه بل ټاپو کي اور ولګيد، خو پایلې يې ډيرې ناوړه نه وې.

https://p.dw.com/p/3iXh2
Griechenland Inoffizielles Flüchtlingslager in Samos
انځور: AFP/A. Messinis

د سه شنبې په ماښام د يونان په ساموس ټاپو کې د پناه غوښتونکو کمپ ته نږدي اور ولګيده. د واتي سيمې ښاروال ګيورګوس شتانڅوس د آلمان خبری آژانس ته ویلي،چې دغه اور لګيدنه د نوم ثبتولو مرکز ته نږدي رامنځ ته شوې. د ساموس ټاپو د «Samos Today» ويب پاڼې د خبر له مخې دغه اور لګیدنه په يو څو ساعتونو کي کنترول شوه. شتانڅوس وویل چې کمپ له خطر څخه بهر دې او په انديښنې سره يې زیاته کړه،چې کيدای شول په دغه اور کې د پناه غوښتونکو خيمې سوزيدلې وای.

د اور په لگولو شک

خبري سرچینې د لومړيو نیونو څخه خبر ورکوي. د اور لګولو په شک پولیسو يو شمير شکمن کسان نیولي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې په کوم دليل يې څارلي او څه ډول چلند به ورسره وشی. د يونان مهاجرينو وزارت د معلوماتو له مخې د واتي په ساموس کمپ کي تر ۴۶۰۰ پورې مهاجر اوسیدل، حال دا چې دغه کمپ ۶۵۰ کسانو د اوسیدلو له پاره جوړ شوې. د سه شنبې په ورځ په دغه کمپ کې د دوه کسانو د کرونا تست مثبت وو.

اړونده موضوع:د آلمان ښارونه غواړي له موریا کمپ څخه پناه غوښتونکي ومني

آیا دلته هم د موريا تاکتيک کاریدلی؟

د يونان سياست وال د موريا له اور لګيدنې وروسته خبردارې ورکوي، چې په نورو ټاپو ګانو لکه ساموس، ليروس او کيوس کې هم کیدای شي دغه ډول اورلګيدني رامنځ ته شی. په تیره بيا کله چې وليدل شي چې له ليسبوس ټاپو څخه پناه غوښتونکي د يونان خاورې ته او يا هم مرکزي او شمالي اروپا ته انتقال کړل شي. په ليسبوس کې پناه غوښتونکي د کمپ سوزيدلو ته په پام سره ډير ژر له دغه ټاپو څخه د وتلو غوښتنه کوي. خو د ډير شمیر مهاجرو د پناه اخيستنې بهیر لا نه دي بشړشوې. د يونان حکومت په دې ټينګار کوي، چې دغه پناه غوښتونکي باید د پناه اخيستنې دوره بشپړه کړي.

په دي منځ کي پریکړه شوي چې آلمان د موريا له اور لګيدنې وروسته له دغه کمپ او له پنځه نورو ټاپو ګانو څخه ۱۵۵۳ مهاجر قبول کړي.

زموږ له آرشيف څخه: