1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسیې پوځ څومره پياوړی دی؟

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د اوکراين د جګړې د پېل پر وخت د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د يوې احتمالي چټکې بريا تمه درلودله. خو دا څه رامنځته نه شول. د روسیې پوځ په اصل کې څومره قوي دی؟

https://p.dw.com/p/4HaUe
په اوکراين کې روسي عسکر
په اوکراين کې روسي عسکرانځور: Vladimir Gerdo/TASS/dpa/picture alliance

د شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته، مسکو د يوه زبرځواک په توګه د خپل حيثيت ساتلو له پاره هر څه وکړل – په دې کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړيتوب هم شامل وو. خو کله چې روښانه شوه چې روسيه د ځان په اړه د يوه اقتصادي ځواک ادعا نه شي کولی، نو کريملن ځان د يوه پوځي ځواک په توګه په مطرح کولو پېل وکړ.

له لسیزو راهيسې د روسیې پوځ د نړۍ له ځواکمنو پوځونو څخه يو ګڼل کيږي، داسې يو پوځ چې په اتومي وسلو سنبال دی. څو نړۍ دا په ياد ولري، ولاديمير پوتين به په منظم ډول نړۍ او روسانو ته د ښو سنبال شويو رسم ګذشتونو او پوځي تمرينونو انځورونه ور ښکاره کول.

خو دا چې یو پوځ په اصل کې څومره  پياوړی دی، په سره چوک کې په پريډ کې نه بلکې د جګړې په ډګر کې روښانه کيږي. خو اوس وليدل شول چې روسان په اوکراين کې د يوه ډېر کوچني پوځ له خوا وځپل شول. دا څرنګه امکان لري؟

د روسیې پوځ دومره لوی دی؟

د نړيوالو او امنيتي چارو د آلماني انستيتويت څخه ماګريت کلاين وايي چې په اسنادو کې د روسیې پوځ د يو ميليون عسکرو درلودو ادعا کوي چې ښايي دا په نزدې راتلونکي ۱،۱ميليون ته ورسيږي. خو نوموړی دويچه ویله ته وويل چې په اصل کې دا شمير ډېر لږ دی.

هغې وويل چې د استفاده وړ ډېر شمير ځواکونه لا ترمخه د اوکراين په جګړه کې ښکیل کړل شوي دي: «دوی ډېر زيان ليدلی دی، ډېر عسکر وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.»

د اوکراين په جګړه کې د روسیې د تلفاتو دقيق شمير معلومول سخت دي، خو د امريکا متحده ایالاتو استخبارات په دې آند دي چې د روسیې لږ تر لږه په لسونو زره عسکر وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

د امريکا د «جګړې د مطالعې» په نوم څېړنیزې موسسې څخه جارج باروس وايي چې دا نظر چې روسیه د استفادې وړ ريزروف عسکرو لا محدود شمير لري، له حقيقته ډېره لیرې دی. هغه زياته کړې چې هغه اړخ چې دې جګړې تر اوسه خپل کړی، ثابتوي چې نړۍ د روسیې پوځ تر اندازې ډېر پياوړی اټکل کړی وو. هغه وايي چې د پوتين د تازه قسمي بسيج هدف دا دی چې د وروستيو شاتګونو وروسته خپلې اوسنۍ کرښې وساتي.

له اړينې روزنې پرته جبهې ته ليږدول

د روسیې د پوځ د پياوړتيا کچه د هغو کسانو پر مټ هم روښانه کيدلی شي چې تازه جذبيږي. باروس وويل: «داسې نارينه هم پکې دي چې عمر یې تر پنځوس کلونو ډېر دی او روغتيايي ستونزې لري.» دا انګېرنه په سوشل ميديا کې د خپرو شويو ويډيوګانو او يو شمير نورو شخصي کیسو پر بنسټ شوې ده.

باروس وایي چې د ذخيرې عسکر جګړې ته تر ليږدولو مخکې روزنې او په تجهیزاتو سنبالولو ته اړتيا لري. ځيني به یې اوس د يوې يا دوو میاشتو روزنه ترلاسه کړي چې هغه ډېره ناکافي ده. هغه وويل چې نور خو یې حتی د هیڅ ډول روزنې پرته جبهې ته ليږدول شوي دي. د هغه په خبره دا څه به یوازې د تلفاتو د شمير د لوړيدو له پاره شرايط مساعت کړي.د اوکراين په ختیځ کي ساختګي «ریفراندم» پیل سوی

په امريکا کې د امنيتي چارو کارپوه پارول ليوزن وايي چې اوکراين به د هيواد په ختیځ کې پر ساختګي ريفرنډم سربیره هم جګړې ته دوام ورکړي. نوموړي همدا راز وویل چې د روسیې د تجهیزاتو صنعت هم په لنډ مهال کې د پام وړ شمير وسلو د چمتو کولو جوګه نه دی. يعني نه شي کولی دغو نويو جذب شويو عسکرو ته کافي وسله چمتو کړي. مارګريت کلاین وايي چې هغوی اوس زړه وسله کاروي چې مهمات یې د شوري اتحاد د وخت راهيسې په ګودامونو کې پراته ول.

نوي جلب شوي روسي عسکر د مذهبي مراسمو پر مهال
روسي عسکر د مذهبي مراسمو پر مهالانځور: Sergey Pivovarov/REUTERS

کلاین همدا راز وایي چې دا هم روښانه نه ده چې له دغو ذخیره شويو وسلو یې په اصل کې څومره د اختلاس په نتيجه کې لا دمخه پلورل شوې او يا دا چې د استفادې وړ هم دي او که نه. نوموړې زياتوي چې د روسیې د وسلې صنعت د ډېرو دقيقو وسلو د جوړولو له پاره اړين مايکروچيپونه او نورې پرزې نه لري.

يو هغه څه چې د روسیې په ګټه دي، په پوځ کې د جذبولو له پاره د نفوسو ډېر شمير دی. خو لکه څرنګه چې باروس هم ورته اشاره کوي پوځ بريا ته رسېدو له پاره يوازې د عسکرو ډېر شمير ته نه، بلکې عصري وسلو، ښې روزنې، ښه مشرتابه، انګيزې او لوژيستکی پلانونو ته هم اړتيا لري.

د امنيتي چارو کارپوه باروس وايي: «هغه ستونزه چې روسان یې لري د جګړې لومړۍ کرښې ته د نورو عسکرو ليږدول یې حل نه دی.»

په اتومي وسلې د لویدیځ ډارول

کارپوهان په دې تړاو هم نظره دي چې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ د لویدیځ د ډارولو موخه لري. کلاين په دې اړه وايي: «دا ګواښ نوی نه دی.» نوموړې زياتوي چې له دې څخه هدف دا ده چې له اوکراين څخه د لوېديځ ملاتړ ټکنی او کمروزی کړل شي. په پوځي توګه به د اتومي وسلو کارول هيڅ ګټه ونه لري. که څه هم چې دا به ځيني سياسي ګټې ولرلی شي خو کلاين په دې آند ده چې کارول یې له امکانه ډېر لېري دي، ځکه دا څه به یې د مهمو متحدينو هند او چين له ملاتړ هم بې برخې کړي.

که روسيه اټومي وسلې وکاروي څه به کيږي؟

خو ځيني نور کارپوهان لکه د واشنګټن د «Cato Institute» څخه تېد ګالن کارپنتر دې ته اشاره کوي چې «که پوتين چېرې د اتومي وسلو د کارولو او يا د جزا په نړيوال محکمه کې د خپلو جرمونو په اړه د ځواب ويلو ترمنځ انتخاب ولري نو هغه به د اتومي وسلې کارول غوره کړي.»

کارپنتر وايي چې پوتين اوس هم د شخړې ژر تر ژره ختمول غواړي او که چېرې اوکراين او لوېديځ خبرو اترو ته ليوالتيا وښووله نو مسکو به ښايي د خبرو ميز ته کښيني.

بل اړخ ته کلاين، باروس او ليوزن ټول په دې سره هم نظره دي چې دا جګړه به يوازې هله په رښتيا پای ومومي چې يا لوېديځ د اوکراين له ملاتړ لاس واخلي او يا هم پوتين په بشپړه توګه ماته وخوري.

ب. ص/ ن. ز (Miodrag Soric)

زموږ له آرشيف څخه: