1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د مرستو دوهم کاروان هم اوکران ته اوښتی

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۲, شنبه

د اوکراين ختيځ ته د روسيې د مرستو د لومړي کاروان تر جنجالي ننوتلو درې اوونۍ وروسته دوهم کار وان هم ننوتی دئ. اوکراين ادعا کوي چي په دغو کاروانونو کي کېدای سي بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورسول سي خو روسه يې ردوي.

https://p.dw.com/p/1DBi2
انځور: Reuters

د روسي رسنيو په حواله د په مرستو بار لاريو کاروان د اوکراين تر سرحد ور اوښتی دئ. ويل کيږي چي دغه باروړونکي موټران د اوکراين په ختيځ کي لوگانسک ښار ته نژدې تر سرحد ور اوښتي دي. لوگانسک د روسيې پلوو بېلتون غوښتونکو په کنترول کي دئ.

د مسکو چارواکو د اوکراين په ختيځ کي د اوربند له اعلانېدو سره سم دغي جنگ ځپلي سيمي ته د مرستو رسولو اعلان کړی وو.

د کيف له اړخه لفظي بريد

د اوکراين لومړي وزير آرسيني ياڅينيوک د روسيې پر جمهور رئيس ولاديمير پوتين باندي د اوکراين د «له منځه وړلو» تور لگولی دئ. ياڅينيوک په کيف کي ويلي دي چي يوتين، يوازي د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو د مرکزونو لوگانسک او دنيڅک نه، بلکي د «ټول اوکراین» د خپلولو خيال لري.

د اوکراين لومړي وزير له اروپايي ټولني او امریکا متحدو ايالاتو څخه وغوښتل چي د سولي پلان د عملي کولو په برخه کي مرسته ورسره وکړي. ياڅينيوک ويلي دي چي اوکراين په هغه اندازه قوي نه دئ چي له روسيې سره دوې اړخيزي خبري اتري پرمخ بوزي.

له هغو ۲۵۰ لاريو څخه چي د اورکراين ختيځ ته مرستي پکښي بار دي يو شمېر ئې د اگست مياشتي په نيمايي کي د اوکراين له اجازې پرته د دغه هيواد ختيځ ته ور ننوتلې او اړمنو خلکو ته ئې مرستي ورسولې.

د اوربند دواړو اړخونو ويلي دي چي د ستونزو له پيدا کېدو سره سره به بيا هم پر خپلو ژمو ټينگ وي او اوربند ته به توان نه رسوي. د اوکراين په ختيځ پنځه مياشتنۍ جگړه کي تر ۳۰۰۰ ډېر انسانان وژل سوي دي.

د اوکراين جمهور رئيس پيتر پوروښينکو، د اوربند په برخه کي د نړيوالي ټولني د دوامداره تفتيش غوښتنه کړې ده. هغه د آلمان له لومړۍ وزيري سره په تليفوني تماس کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان يادونه کړې ده.

پوروښينکو د خپل پارلمان د پريکړي له مخي په يوه نړيوال کنفرانس کي د «دونباس» سيمي ته د يوه ځانگړي موقف ورکولو خبره کړې ده. خو ويلي ئې دي چي د دغي سيمي د بهرني، امنيتي او دفاعي ساست واک به ئې د اوکراين د مرکزي حکومت په لاس کي وي.

خو روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د لوگانسک او دنيڅک سيمو د خپلواکۍ له پاره جنگيږي.