1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روزگان معارف يو عالم ستونزي لري

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

په روزګان ولايت کي زده کوونکي د ښوونکو، کتابونو او نورو اسانتياو له نه شتون څخه سرټکوي او وايي چي په دې لار کي دي لوړپوړي چارواکي ددوى غم وخوري.

https://p.dw.com/p/13KYf
د ارزگان اوسیدونکې په دغه ولایت کې د زده کوونکو د خراب حالت څخه سر تکوي
د ارزگان اوسیدونکې په دغه ولایت کې د زده کوونکو د خراب حالت څخه سر تکويانځور: AP

د مرکز ترينکوټ د مرکزي ليسې څو تنو نارينه او ښځينه زده کوونکو ددې ترڅنګ په ښوونځيو کي د اوبو او څوکيو د کمښت خبره هم ياده کړه .

دغه زده کوونکي وايي، اوس چي په روزګان کي نسبي امنيت راغلى بايد د دوئ د ولايت پوهنيز بهير ته پاملرنه وسي او لکه د نورو ولايتونو په څېر ددوئ د زده کړي په لار کي پراته خنډونه ليري سي.

«ستونزي ډيري دي، ښوونکي، څوکۍ او اوبه په کافي اندازه نه لرو، زموږ ټوله ساعتونه خالي وي او همداسي په ټولګيو کي ناست يو.»

د روزګان د پوهني رياست چارواکي هم په دغه ولايت کي د زده کوونکو په وړاندي پرتې ټولي ستونزي مني. دوئ زياتوي دا مهال په روزګان ولايت کي د پوهني وضعيت يو خيالي انځورته ورته دئ او لکه څنګه چي په کارده هغسي امکان نه لرو او نه چا په واک کي راکړي دي.

ددغه ولايت د پوهني رياست سر پرسته مېرمن تاجور کاکړ وايي، په روزګان کي د پوهني د پياوړتيا له پاره ډير کاراو هلو ځلو ته اړتيا سته:

«دلته يو تخيلي معارف موجود دئ، ترمخه چي څه ويل سوي دي، هغه څه نسته. که څه هم ډيري ستونزي لرو خو موږ هڅه کوو چي دغه ستونزي حل او دلته د يوه ښه معارف شاهدان و اوسو.»

مېرمن کاکړ زياتوي دا مهال د روزګان د پوهني رياست په وړاندي تر ټولو ستره ننګونه د ښوونکو کمښت دئ، ددې په خبره دوئ يوازي د مجبورۍ له امله په سلګونو داسي کسان د ښوونکو په صفت استخدام کړي دي، چي يوازي تر شپږم ټولګۍ پوري يې زده کړي کړي دي:

«د خواشينۍ وړده چي موږ دلته مسلکي ښوونکي نه لرو، هغه سلګونه ښوونکي چي دلته په تدريس بوخت دي په سلګونو ئې د لومړنيو ښوونځيو سويه لري.»

د روزګان د پوهني په تشکيل کي دوه سوه او نهه شپيته (٢٦٩)ښوونځي موجود دي چي له دې ډلي څخه ئې تر سلو زيات ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

ددې ولايت د پوهني رياست چارواکي وايي چي دا مهال په روزګان ولايت کي پنځه اويا زره(٧٥٠٠٠) زده کوونکي ښوونځيو ته ځي چي نهه زره (٩٠٠٠) ئې نجوني دي.

خوغيري رسمي شمېرې ښيي چي په ياد ولايت کي يوازي نهه سوه (٩٠٠)ښځينه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي.

روزګان د کندهار ګاونډى ولايت دئ، چي خلګ يې تر ډيره په کښت او کرونده بوخت دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل