1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «اسلامي دولت» ډلې څخه د رمادي بیرته نیول کیدل

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

عراقي سرتیرو د رمادي ښار بیرته نیول پيل کړي دي. دغه ښار د «اسلامي دولت» ډلې له پاره ډیر ارزښت لري. همدارنگه د رمادي بیرته نیول کیدل له ښار څخه د باندی پر نورو سیمو هم خپلې اغیزې لري.

https://p.dw.com/p/1HSRR
انځور: picture-alliance/AP Photo

د عراق لوموړي وزیر د شنبې په ورځ په بغداد کې د قوي ادارې په څرگندولو سره وویل چې عراقي سرتیرې به د خپلې خاورې هر سانتې متر بیرته ونیسي. نوموړي ټینگار وکړ: « که مونږ یو بل سره همکاري وکړو، بریالي به شو.»

د هغه دغه څرگندونې د رمادي ښار چې د بغداد په لویدیځ ۱۱۰ کیلوترۍ کې پورت دی د بیرته نیولو په هکله وکړې. عراقي سرتیرو د اونیو راهیسې، د ښار چارچاپیره یوه حلقه جوړه کړی ده. د دوشنبې ورځې راهیسې دوی د ښار په مرکز کې د پرمختگ په حال کې دي.

د دغو تعرضي بریدونو قوماندان صباح النعمان د عراقي رسنیو پر وړاندی ډاډ ورکړ او وې ویل: «په ۷۲ ساعتونو کې به ښار د «اسلامي دولت» ترهگرو له شتون څخه پاک شي.»

که چیرې عراقي ځواکونه د ښار په بیرته نیولو بریالي شول، په هغه صورت کې به دا د عراق له پاره یو لوې نمونې پرمختگ وي. رمادي د انبار ایالت مرکز دی کوم چې «اسلامي دولت» ډلې له نن څخه دوه کاله مخکې تر خپل کنترول لاندې راوستلې وو.

د «اسلامي دولت» ډلې ترهگرو په دغه سیمه کې د هغو کشمکشونو او نارضایتیو څخه استفاده وکړه چې د سنیانو او شعیه گانو ترمنځ موجوده وه. شعیه گانو د نوري المالکي په حکومت کې اکثریت درلود. سنیان په دې نظر ول چې د نورو المالکي په حکومت کې یې حقوق محدود شوې دي.

د دوی یعني سنیانو اعتراضونه د حکومت له خوا سرکوبه کیدل او هغه هم په ډیر وحشتناک ډول. وروسته تر دې د حکومت ډیر شمیر مخالفینو کوښښ وکړ چې «اسلامي دولت» ډلې ته ځان نږدې کړي.

«اسلامي دولت» ډله له ښار څه د یو شمیر خلکو د وتلو مخه نیسي
«اسلامي دولت» ډله له ښار څه د یو شمیر خلکو د وتلو مخه نیسيانځور: Reuters/T. Al-Sudani

له ملکي خلکو سره د چلند طرز، ټاکونکی رول لري

په همدې منځ کې د «اسلامي دولت» ډلې په هکله د سنیانو نظر په بنسټیز ډول بدلون موندلې. د "آی. ایچ. اس." په نوم د امریکا متحده ایالاتو په معلوماتي او څیړنیز پورتال کې علي ابي فراس له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ډیر وخت راهیسې د دغې سیمې لویو قبیلو د «اسلامي دولت» ډلې له ترهگرو څخه فاصله نیولې ده:

«عراقیان د رمادي ښار بیرته نیولو ته تر ټولو په لومړي قدم کې د یو نمونې ارزښت په سترگه گوري. هغه قومونه چې په ښار کې ژوند کوي له «اسلامي دولت» ډلې سره یې خپله دښمني ښودلې ده. دا ښار پخوا د اسلامي دولت سره د مقاومت مرکز وو.»

د علي ابي فراس په خبره د دغه ښار د پخواني تاریخ په پام کې نیولو سره، مهمه دا ده چې عراقي پوځ د دغه ښار د بیرته نیولو په وخت کې په کومې اندازې د ملکي خلکو ساتنې ته پاملرنه کوي او له دوی سره په کوم طرز چلند کوي. هغه زیاته کړه:

«سړی باید داعش ته په ايديولوژيکي توگه هم ماته ورکړي. څوک بايد دغه تصور مات کړي چي له مخي يې بايد د ليکل سوو متونو لفظي تعبير د يو حکومت بنسټ جوړېدلای سي. دا يوازي د داعش له پاره نه، بلکه د نورو ډلو په برخه کې هم صدق کوي، د بېلگي په توگه د القاعدې له پاره هم چي د خپلو پلوي ډلو سره د تاوتريخوالي اعمال ترسره کوي».

«اسلامي دولت» ډله له ښار څخه د یو شمیر خلکو د وتلو مخه نیسي، څو له دوی څخه د سپر په توگه استفاده وکړي. علي ابي فراس ټینگار کوي چې: «د ملکي خلکو پر وړاندی د سرتیرو د چلند طرز به په عراق کې د سنیانو او شعیه گانو د روابطو د څرنگوالي په برخه کې ټاکونکې رول ولري.»