د دویچه ویله د افغانستان څانګه: کمکی اختر مو مبارک شه
۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبهاعلان
قدرمنو لوستوکو او مخاطبینو!
افغانستان په دې وروستیو کې د کرونا د وبا سربیره له ګڼ شمیر امنیتي ستونزو سره هم لاس او ګریوان وو او یو شمیر کورنۍ اختر په داسې حال کې لمانځي چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي او یا د کرونا له کبله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. خو بیا هم ژوند ادامه لري او د ښه راتلونکي هیلي لا هم ژوندۍ دي.
د دویچه ویله آلمان غږ د افغانستان څانګه خپلو درنو کاروونکو او مخاطبینو ته د اختر د رارسیدو په مناسبت خپلې نیکې هیلي او پیرزوینې وړاندې کوي او هیله لري چې په افغانستان کې تلپاتې سوله حاکمه شي. موږ هیله من یو چې د اختر په ورځو کې افغانان د کرونا وبا اړوند طبي سپارښتنې مراعت کړي څو له ناروغیو په امان کې پاتې شئ.
له خوشالیو او روغتیا ډک اختر ولرئ
بیا مو هم کوچنی اختر مبارک شه
په درنښت
د دویچه ویله د افغانستان څانګې همکاران