1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو جنجالي کښتیو عمله له ایرانه دوبۍ ته رسیدلي

۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبه

د هغو دوو تيل ليږدونکو کښتيو ۲۳ تنه عمله له ايرانه دوبۍ ته رسيدلي چې د پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې د اورلګيدنې له پيښې سره مخامخ شوي وې. امريکا او بريتانيا، د برید پړه پر ايران اچوي خو تهران بيا دغه تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/3KXP5
Golf von Oman Öltanker Front Altair
انځور: picture-alliance/AP Photo/ISNA

د تيل ليږدونکي کشتۍ «فرونت آلتر» نارويجي شرکت مالک ويلي دي چې د دغې کشتۍ ۲۳ تنه کارکونکي چې پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې د اورلګيدنې له پيښې سره مخامخ شوې وو، د شنبې ورځې په ماښام (جون ۱۵مه) عربي متحده اماراتو ته رسيدلي دي.

د «شپيګل آنلاين» رپوټ په حواله، د ناوريجي شرکت وياند ويلي چې د کشتۍ په کارکونکو  کې ۱۱ تنه يې روسان، ۱۱ تنه فليپینیان او يو تن يې ګرجستانی دی او دوي په ډير احتمال له دوبۍ څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي.

د هرمزګان بندر مشر الله مراد عفيفي پور، د شنبې په ورځ ایسنا خبري آژانس ته ويلي وو چې د زيانمنې نارويجۍ کشتۍ سورلۍ يې د ايران له جاسک بندر څخه بندرعباس ته انتقال کړې وه ترڅو تر «تشريفاتو» وروسته دوبۍ ته ولیږدول شي.

د پنجشنبې ورځې (جون ۱۳مه نیټه) په سهار د نارویجي او جاپاني شرکتونو دوه کښتۍ، د عمان په اوبو کې د اور لګيدنې له پيښې سره مخ شوې چې تر اوسه يې بشپړ جزئيات نه دي په ډاکه شوي. دغه پيښه د ايران جاسک بندر ته د ۲۵ او ۲۸ مايلو په واټن کې رامنځته شوې وه.

«فاکس نيوز» د جمعې په ورځ د امريکايي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د فرونت آلتر په کښتۍ کې سپاره کسان، د عربي متحده اماراتو يوې بلې سوداګرۍ کښتۍ ژغورلي ول، خو وروسته بیا د ايران څلورو په وسلو سمبال کښتيو هغوی محاصره او ۲۳ تنه ژغورل شوي کسان يې د جاسک بندر ته بیولي ول.

په خپله نارويجي شرکت د دغې ادعا د حقیقت او نه حقيقت په اړه تر اوسه کوم څه نه دي ويلي. په سيمه کې د امريکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په روځ يوه لنډه ويډيو خپره کړه چې په هغې کې يو قايق ښودل کيږي چې تيل ليږدونکۍ کښتۍ ته د نژدې کيدو په حال کې دی. سنتکام د دغې ويديو په خپرولو ويلي وو چې دغه قايق د ايران د سپاه پاسدارن ده.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د بهرنيو چارو وزيز مايک پومپيو، او يو شمیر نورو لوړپوړو امريکايي چارواکو ايران پر دغو دوو تيل ليږدونکو کشتيو د حملې مسئول ګڼلی دی، خو تهران بيا دغه تورونه بې بنسټنه بللي دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې ورځ په ماښام د جرمي هانت له قوله په يوه اعلامېه کې، د ايران سپاه پاسداران د عمان په اوبو کې پر يادو کښتيو د حملې مسئول ګڼلی وو. د دغه رپوټ په حواله، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي: «تقريبا بشپړ اطمينان موجود دی چې د عمان په اوبو کې د پنجشنبې په ورځ پر تيل وړونکو کښتيو باندې عمله د سپاه پاسداران کار دی.»

ايران بيا د بريتانيا د دغې ادعا په غبرګون کې په تهران کې د بريتانيا سفير راب مک اير احضار کړی او په دې اړه یې له بريتانيا څخه د سپيناوي غوښتي. په رپوټ کې ويل شوی چې ايراني چارواکو د بريتانيا له سفير سره د ليدنې پر مهال د بريتانيا حکومت پر دغو «ايران ضده» څرګندونو اعتراض کړی او د بريتانيا څخه يې د موضوع د سپيناوي په اړه د توضيحاتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ډه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د سيمې وضعيت «ډير د انديښنې وړ» بللی دی. هغه په عين وخت کې ويلي دي چې د عمان په اوبو کې پر کښتيو د حملې په تړاو د ايران د مقصر پيژندلو له پاره يوازې د يوې ويډيو خپرول «کافي نه ده».