1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د دوو امریکایي سرتیرو د وژل کیدو په اړه نوي جزئیات

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یو افغان سرتیری یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د دوو امریکایي سرتیرو د وژلو مسئول وو. دا د «دوست دښمن» بریدونو وروستۍ پیښه ده.

https://p.dw.com/p/3MxL4
Afghanistan US Soldaten in der Provinz Nangarhar
انځور: Imago

د امریکا متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې دوه سرتیري یې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي. پوځ په دې اړه چې دغو ځواکونو څرنګه، په کوم ځای او کله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، معلومات نه وو ورکړي.

د کندهار د پولیسو مرستیال محمد قاسم، بیا د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې پیښه د افغان ځواکونو په یوې اډې کې کله چې امریکایي ځواکونو ترې لیدنه کوله، رامنځ ته شوې ده. قاسم وویل: «لومړي معلومات ښيي چې دوه امریکایي عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.»

امریکايي ځواکونو په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د فرانسې خبري آژانس ته یوه اعلامیه استولې ده چې پکښې راغلي دي چې دغه دوه امریکایي ځواکونه د یوه افغان سرتیري له خوا، چې طالبانو ته نه وو اوښتی، وژل شوي دي. په بیانیه کې راغلي دي: «یوه وطنپاله افغان سرتیري پر هغوی ډزې وکړې او ویې وژل.»

د  کندهار د والي ویاند بهیر احمدي، هم تائید کړې ده چې پیښه د افغان ځواکونو په یوه اډه کې رامنځ ته شوې ده. د جولای میاشتې پر ۱۷مه نیټه هم یوه افغان سرتیري په غزني ولایت کې یو افغان افسر په ډزو وواژه. طالبانو د غزني د پیښې پړه منلې وه.