1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوبۍ د امیر میرمن تښتېدلې ده؟

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

مېرمن حیا، چې د دوبۍ د امیر شیخ المکتوم، له څو میرمنو څخه یوه ده ظاهراً بریتانيا ته تښتیدلې ده. تر دې دمخه د دوبۍ د امیر دوو لوڼو هم د تیښتې هڅه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3LRex
VAE Prinzessin Haya bint al-Hussein mit Ehemann Prinz Mohammed bin Raschid al Maktoum
انځور: picture-alliance/dpa/A. Haider

انګلیسي رسنۍ له څو ورځو راهیسې داسې رپوټونه ورکوي چې مېرمن حیا چې د دوبۍ د امیر محمد بن راشد المکتوم، له څو میرمنو څخه یوه ده، له متحده عربي آماراتو څخه تښتیدلې ده.

د ناتائید شوو رپوټونو له مخې هغې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو اوس په بریتانیا کې ده. زیاته شوې ده چې دغه تيښته احتمالا هغې د یوه آلماني دپیلومات په مرسته تنظیم کړې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماریا ادیبهر، د دوشنبې په ورځ د حکومت د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې په دې تړاو رپوټونه نه شي تائیدولی.

د دغه ویاندې په خبره «په رسنیو کې په دې تړاو د خپرو شوو رپوټونو په هکله معلومات نه لرو.» د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند بویرن ګروینه وېلدر، هم ورته څرګندونې کړي دي. د هغه په خبره د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو معلومات نه لري.

Haya bint al-Hussein Prinzessin von Jordanien
میرمن حیا چې د اردن د پخواني پاچا لور ده د سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړي او یوه ورزشکاره هم دهانځور: picture-alliance/Xinhua/L. Muzi

د یوې شهزادګۍ د ژوند سفر

خو ځینې نور متفاوت معلومات هم شته. مدافع وکیل ډیویډ های د «لطیفه آزاده کړئ» ډلې فعال دی چې د شیخ مکتوم د لور د آزادیدو له پاره یې هلې ځلې کولې. هغه د درغلۍ د تورونو له کبله څو میاشتې په دوبۍ کې په بند کې تیرې کړي دي. های وایي چې د بندي کیدو پر مهال ربړول شوی او ناوړه چلن ورسره شوی دی. له دویچه سره په خبرو کې وویل چې ده او ټیم یې د «یو شمیر بااعتباره سرچینو» له قوله معلومات تر لاسه کړي چې میرمن حیا په بریتانیا کې ده: «پر دې باندې د هیومن رایټس واچ په اعلامیه کې هم ټینګار شوی دی.»

شهزادګۍ حیا بنت الحسین د اردن د پاچا حسین اول، لور ده چې په ۱۹۹۹م کال کې مړ شوی دی. په دې ډول هغه د اردن د اوسني پاچا عبدالله دوهم، ناسکه خور ده. هغې په ۲۰۰۴م کال کې د دوبۍ له امیر سره واده وکړ.

شهزادګۍ حیا په اکسفورد پوهنتون کې د سیاسي علومو، فلسفې او اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړي دي. پر دې سربیره هغه یوه ورزشکاره ده. په ۲۰۰۰م کال کې هغې په سډني کې په اولمپیک سیالیو کې د آس د ټوپ وهلو په لوبه کې د اردن استازیتوب کړی وو.

د لوڼو تيښته

که چیرې میرمن حیا واقعا تیښتدلې وي، نو هغه به لومړۍ ښځه نه وي چې د امیر له چار چاپیر څخه د تیښتې هڅه کوي. د۲۰۰۰م کال په اګست میاشت کې د شیخ مکتوم لور د انګلستان په سویل ختیځ کې د خپل پلار له کوره وتښتیده.

یوه اوونۍ وروسته هغه بیا په کیمبرج کې وتښتول شوه او په سبا یې ظاهراً دوبۍ ته پرواز وکړ. هغې هلته اته کاله په زندان کې تیر کړل.

د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کې د مکتوم لور لطیفې، د تیښتې هڅه وکړه. تیر میلادي کال د بي بي سي، له خوا په وړاندي شوي یوه سند کې دغې ځوانې نجلۍ له اوو کلونو راهیسې خپله تیښته پلان کړې وه. هغې پر یوه فرانسوي الاصله امریکايي سوداګر باندې باور کړی وو چې په خپله کښتۍ کې یې هند ته ورسوي. خو مخکې له دې چې کښتۍ د هند وچې ته ورسیږي، د هند د سمندري څارونکو له لوري ونیول شوه.

په داسې حال کې چې يوې فرانسوۍ او یوه بله فنلندۍ میرمن چې په دغه تیښته کې یې مرسته کړې وه یو څه موده وروسته بیرته آزاد شول، خو د لطیفې هیڅ څرک نه لګیده.

په یوه ثبت شوې ویډیو کې چې تر درو میلیونه زیات وار کتل شوې وه، لطیفه د خپل هستوګنځای په هکله خبرې کوي چې په خبره یې هر ډول عصري امکاناتو ته یې لاس رسی درلود، خو هیڅ کومه آزادي یې نه درلوده.

VAE Sheikha Latifa bint Mohammed Al Maktoum mit der ehem. irische Präsidentin Mary Robinson
په انځور کې شهزادګۍ لطیفه بنت شیخ محمد المکتوم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له پخوانۍ کمیسارې سره لیدل کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo/United Arab Emirates Ministry of Foreign Affairs and International Cooperation

په دغه ویډیو کې شهزادګۍ ویلې ول چې کله به یې د سیستم پر وړاندې پاڅون کاوه نو ربړول کیده به او نشه یي توکي به ورکول کیدل. د هغې په خبره په ۱۶ کلنۍ کې د تیښتې تر هڅي وروسته تل وهل کیده، بندۍ کړل شوې وه او نشه یي توکي به ورکول کیدل. د لطیفې مشرې خور شمسا هم تر تیښتې وروسته ورته څرګندونې کړې وې.

په دوبۍ کې د میرې روبنسن شخړه ایز اقامت

د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې د متحده عربي آماراتو دولتي خبري آژانس ډبلیو اې ام، دوه انځورونه خپاره کړل. په دغو انځورونو کې لطیفه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له پخوانۍ کمیسارې مېرې روبنسن سره لیدل کیږي، چې له هغې سره یې ظاهراً دوستي ټینګه کړې. دغه انځور دا په اثبات رسوي چې لطیفه ژوندۍ ده. خو په دغه انځور کې د يوې ځواني میرمنې حضور یو بل ډول اغیز کوي.