1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دفاع وزارت: د سیمرغ عملیات بشپړ افغاني ول

رضا شیر محمدي/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۹, شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې هوایي ځواکونو د «سیمرغ» په پوځي عملیاتو کې له ځمکني ځواکونو څخه په ښه شان ملاتړ وکړ. د وزارت په وینا د افغانستان پوځ به ډیر ژر په کوچنیو بې پیلوټه اکتشافي الوتکو سنبال شي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/19NSw
انځور: AP

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست د میاشتې لسمه) په یوه ځانګړې مرکه کې دویچه ویله ته وویل چې افغان ځواکونه پر دې وتوانیدل چې د بهرنیو ځواکونو د مرستې پرته د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي له یاغیانو بیرته ولکه کړي.

د هغه په وینا د «سیمرغ» په نوم پوځي عملیات چې د دغه مهمې سیمې د تصفیه کولو له پاره په لاره اچول شوي ول، یاغیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د هغوی ډیر شمیر کسان نیول شوي هم دي. زیاته شوې ده چې په دغه عملیاتو کې د افغانستان د اردو یوولس تنه کارکوونکي هم د یوه ماین د چاودیدو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د نوموړي چارواکي په وینا اوس هم په لوګر ولایت کې تصفیوي عملیات ادامه لري، خو په دغه سیمه کې محاربوي عملیات پای ته رسیدلي دي.

دولت وزیري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه شو وړاندی کولای خو په لسګونو نفر وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې چیچنیان، عرب، پنجابیان، ازبکان او افغانان شامل دي. په لسګونو میله وسله او په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.»

که څه هم وزیري په دغه عملیاتو کې یاغیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کوم ارقام وړاندې نه کړل، خو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، له رسنیو سره په دغه عملیاتو کې د ۲۰۰ بهرنیو او داخلي یاغیانو وژل تایید کړي دي.

هوایی ملاتړ اغیزمن وو

د ښاغلي وزیري په وینا په دغه عملیاتو کې د اردو او پولیسو ځکمنی پوځ د څرخي الوتکو له موثر ملاتړ څخه برخمن وو. که څه هم هغه دا خبره مني چې هوایي ځواکونه لا ډیرو تجهیزاتو او روزنې ته اړتیا لري، خو په دغو عملیاتو کې د هغوی هلې ځلې د ستایلو وړ وې. هغه زیاته کړه: «دغه عملیات په بشپړه توګه افغاني ول. په دغه عملیاتو کې توپچي، مخابره، انجنیري، استخباراتي او کوماندو ځواکونو برخه درلوده، تر هر څه زیات ځمکني قواوو په ځانګړې توګه پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت په کې برخه درلوده او د هوایي ځواک له لوري حمایه کیدل. موږ دا خبره منو چې هوایي ځواکونه له ډیر شمیر ستونزو سره مخامخ دي، خو د دفاع وزارت هڅه کوي چې دغه ستونزې لیرې کړي. ډیر ژر به هوایي ځواکونه په خپلو پښو ودریږي.»

د وزیري په وینا په اوسني وخت کې د افغانستان هوایي ځواکونه څرخي، ترانسپورتي او جنګي الوتکې په اختیار کې لري او د هوایي پوهنتون سربیره یې د شینډنډ په هوایي پوځي ډګر کې یو هوایي ښوونځې هم جوړ کړی دی.

د هغه په وینا ډیر ژر به د امریکا متحده ایالات ۲۴ «سي -۱۳۰» ډوله الوتکې چې هم د ترانسپورت او هم د جګړې له پاره کارول کیږي د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړي. پر دې سربیره هغه له امریکایي – برازیلي، شرکت څخه د ۲۰ نورو جنګي الوتکو د رانیولو خبره کوي. هغه وایي چې امریکا متحده ایالاتو دغه جنګي الوتکي چې د اکتشافي عملیاتو د ترسره کولو وړتیا هم لري، رانیولي دي او ډیر ژر به افغانستان ته انتقال ومومي.

کوچنۍ اکتشافي بې پيلوټه الوتکې

د دفاع وزارت د مرستیال ویاند د وینا له مخې په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات کوچنې بې پیلوټه الوتکې چې یوازې د اکتشافي عملیاتو له پاره کارول کیږي، افغانستان ته ورکړي. هغه زیاته کړه: «په پام کې ده چې له وعدې سره سم، امریکا متحده ایالات کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته ورکړي. زموږ ځکمنی پوځ به له دغو کوچنیو بې پيلوټه الوتکو څخه په کشفي عملیاتو کې استفاده وکړي.»

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو او یاغیانو د یوه مهم مرکز په توګه یادیده او د پلازمینې کابل او همداشان د اکمالاتي لارو له پاره یو جدي ګواښ ګڼل کیده. خو اوس د دفاع وزارت چارواکي د کامیابه پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.